د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

د ملکي هوايي چلند ریاست: هېڅ یوه کورنۍ او بهرنۍ ملکي الوتکه نه‌ده نسکوره شوې


د افغانستان د ملکي هوايي چلند ریاست وايي چې په غزني کې هېڅ یوه کورنۍ او بهرنۍ ملکي الوتکه نه‌ده نسکوره شوې.

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د ریاست سرپرست او عملیاتي مرستیال جواد وهاب‌زاده د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۰۷» ازادي راډیو ته وویل: "کومې کورنۍ او بهرنۍ ملکي الوتکې چې زموږ د صلاحیت په چوکاټ کې دي، ورڅخه خبرو لرو چې هېڅ یوه نه‌ده نسکوره شوې."

په ورته وخت کې افغان حکومت کې یوه باخبره سرچینه ازادي راډیو ته وايي چې په غزني کې لوېدلې الوتکه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قراردادیانو پورې اړه لري.

دغه سرچینه ټینګار کوي دغه الوتکه "ملکي" نه‌ده.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت دفتر په دې اړه د ازادي راډیو اړیکې ته ځواب ورنه‌کړ، خو اسوشیټد پرس اژانس د امریکايي ځواکونو له قوله لیکلي چې په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې الوتکه لوېدلې او دغه پېښه څېړي.

که څه هم وړاندې له دې د غزني سیمه‌ییزو چارواکو د لومړنیو معلوماتو پر اساس ویلي و چې ​د غزني په ده‌یک ولسوالۍ کې د اریانا هوايي شرکت یوه الوتکه لوېدلې ده، خو د اریانا هوايي شرکت د دغه شرکت د الوتکې لوېدل ردوي.

د اریانا هوايي شرکت سرپرست میرویس میرزکوال د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۰۷» ازادي راډیو سره په ټیلیفوني خبرو کې وايي: "کوم معلومات چې موږ تر اوسه ترلاسه کړي، موږ دوه الوتنې درلودې. له هرات نه ډېلي ته او له هرات نه کابل ته. له هرات نه کابل ته زموږ الوتنه له نېکه‌مرغه ناسته کړې او د ډېلي پرواز هم د ډېلي په نړیوال ډګر کې ناسته کوي. تر دې دمه د اریانا هېڅ یوه الوتکه نه‌ده نسکوره شوې."​

د غزني د والي دفتر ویلي و چې دغه الوتکه نن له غرمې وروسته ۰۱:۱۰ دقیقې د غزني د ده‌یک ولسوالۍ په سدوخېل کلي کې د تخنیکي ستونزو له امله لوېدلې او اور یې اخیستی دی.

د غزني د والي ویاند عارف نوري ازادي راډیو ته زیاتوي چې د دغې الوتکې د لوېدو په سیمه طالبان واکمن دي.

وسله‌والو طالبانو ادعا کړې چې دغه الوتکه په امریکایي ځواکونو پورې اړه لري او دوی نسکوره کړې ده.

XS
SM
MD
LG