د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

واشنګټن پوسټ د افغانستان د جګړې په اړه د ځینو پخوانيو پوځي چارواکو څرګندونې راخیستي


واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د جګړې په اړه د اسنادو تر خپرولو وروسته د امریکا د ځینو پخوانيو پوځي چارواکو پر څرګندونو تمرکز کړی دی.

د واشنګټن پوسټ په وینا د اسنادو دا خپراوی د ډېرو هغو پوځیانو له خوا چې په افغانستان کې یې خدمت کړی، هم افشاګري بلل شوې او هم یې تایید کړي.

په دوام کې راغلي چې واشنګتن پوسټ د اسنادو تر خپراوي مخکې له لسګونو پخوانیو پوځي چارواکو، حکومتي کارکوونکو او د امریکايي سرتېرو له کورنیو سره مرکې کړي، تر څو د افغانستان د جګړې په اړه د هغوی غبرګونونه واخلي.

ګڼو مرکه شویو د خپلو تجربو کیسې شریکې کړي.

یو شمېر پوځیانو په افغانستان کې له خپلو هڅو ستاینه کړې، خو بیا یې هم د جنګ د تداوم په اړه ناهیلي ښودلې.

واشنګتن پوسټ د ګڼو خلکو نظر هم راخیستی چې ویل یې نه پوهیږې ولې افغانستان ته تللي و.

ځینو پوځي ماموریت ستایلی او ځینو نورو هم د افغانستان پوځ د روزنې په لارو چارو ملنډې وهلي او د هغوی تجهیزات یې کمزوري بللي.

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې په ډسمبر میاشت کې ویلي و چې یو لړ محرم اسناد ور رسیدلي او ښيي چې امریکايي چارواکو د افغانستان د اتلس کلنې جګړې حقایق نه دي بیان کړي.

په دوام کې راغلي دغو چارواکو هیله بخښونکي ویناوې کولې، خو په دې پوهېدل چې خبرې یې ناسمې دي او داسې نه انکار کېدونکي شواهد یې پټ کړي چې په اساس یې د جګړې له لارې بریا ته رسېدل ناممکن ښکارېدل.

امنیسټي انټرنشنل:

د بخښنې نړیوال سازمان امنیستي انټرنیشنل د امریکا او طالبانو د سولې په خبرو یوه اعلامیه خپره کړې.

د دغه سازمان په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د تاوتریخوالي د کمښت په سر له طالبانو سره د امریکا په خبرو کې باید د دواړو لوریو په ملکیانو د بریدونو د بندولو تعهد هم شامل وي.

د بخښنې نړیوال سازمان لیکلي چې د امریکا او طالبانو استازیو تېره اوونۍ په قطر کې خبرې وکړې، څو په پایله کې یې تاوتریخوالی کم کړي.

د جَنوبي اسیا په چارو کې د بخښنې نړیوال سازمان مرستیال عمر وړایچ خبرو ته هم اشاره شوې چې ویلي يې دي، کله چې ملکیان په نښه کیږي د تاوتریخوالي کمښت بې معنا دی او تاوتریخوالی په هیڅ اندازه د منلو وړ نه دی.

د بخښنې نړیوال سازمان دغه چارواکي دا ټینګار هم کړی چې امریکا او طالبان دې ډاډ ورکړي، څو ملکیان نه زیانمنوي او په بې دفاع خلکو ټول بریدونه به وڅیړل شي.

د بخښنې نړیوال سازمان همداراز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما راپور ته هم اشاره کړې چې پکې راغلي له ۲۰۰۹ کال راهیسې شاوخوا ۳۴ زره ملکي افغانان وژل شوي او څه باندې ۶۶ زر نور هم ټپيان دي.

XS
SM
MD
LG