د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۸

تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو کرکټ ټیم کاناډا سره مسابقه لري


ارشیف
ارشیف

ټاکل شوې ده چې تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو د کرکټ په نړیوال جام کې سبا د افغانستان لوبډله له کاناډا سره مسابقه وکړي.

په دې جام کې پرون افغان لوبډلې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۱۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان لوبغاړو لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۵۰ آورونو کې یې ۲۶۶ منډې هدف وټاکه، خو د متحده عربي اماراتو ټوله لوبډله د ۱۰۵ منډو له جوړولو وروسته وسوځېده.

په دې لوبه کې شفیق‌الله غفاري د مخالف ټیم پنځه لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

تر دې مخکې افغان ټیم په دې نړیوال جام کې کوربه هېواد جنوبي افریقا ته په اوو وېکټو ماتې ورکړې وه چې هلته هم غفاري شپږ وېکټې اخیستې وې او غوره لوبغاړی ټاکل شوی و.

XS
SM
MD
LG