د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

پکتیا کې ځینې رسنۍ د تړلو له ګواښ سره مخ دي


د پکتیا "غږ" راډیو د خپرونو سټدیو کې ښځینه خبریاله له خپلې مېلمنې سره پروګرام مخته بیايي. 1/22/2020
د پکتیا "غږ" راډیو د خپرونو سټدیو کې ښځینه خبریاله له خپلې مېلمنې سره پروګرام مخته بیايي. 1/22/2020

په پکتیا کې د سیمه‌ییزو رسنیو مسؤلین وایي، له مالي پلوه د دې ولایت یو شمېر رسنۍ د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي او که‌یې په وخت ملاتړ ونه‌شي، نو ممکن ځینې یې خپلې خپرونې ودروي.

په افغانستان کې د بیان ازادي او ورسره د رسنیو پرمختګ د تېرو ۱۹ کالونو یوه تر ټولو ستره لاسته راوړنه بلل کېږي.

خو په دې وروستیو کې د مالي او امنیتي ستونزو له امله د یو شمېر رسنیو د تړل کېدو وېره هغه څه دي چې په پکتیا کې د یو شمېر رسنیو مسؤلین‌یې اندېښمن کړي دي.

د پکتیا "غږ" راډیو مشر ذبیح‌الله ایوبي وايي: "مصارف د برق دي، د کرایې دي، مالیات دي او د بیا جواز د تمدید پر مهال سرګرداني ډېره ده او کله چې راډیو کې کومه پرزه خرابه شي، نو د یوې پرزې قیمت له ۵۰۰ ډالرو برابر دی چې رسنۍ یې توان نه‌لري."

د پکتیا غږ راډیو مشر ذبیح‌الله ایوبي
د پکتیا غږ راډیو مشر ذبیح‌الله ایوبي

په پکتیا ولایت کې د "نن" راډیو د خپرونو مدیر سید عمر عادل هم ورته ستونزې مطرح کوي: "د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره مو دا مسایل بار، بار شریک کړي چې رسنۍ برق او ځای ته ډېره اړتیا لري او دا مسایل نه‌یوازې چې حل شوي نه‌دي، بلکې برق هم موږ ته په تجارتي نرخ راکول کېږي."

که څه هم په پکتیا کې د راډیوګانو د ګډې کمېټې د غړي او د "ژوند" راډيو د مشر اصیل ځاځي په وینا مالي، د برېښنا او کرایي کورونو د لوړې کرایې ستونزې یې له اړوند چارواکو سره شریکې کړي، خو په خبره‌یې تر اوسه ورته حل لار نه‌ده موندل شوې.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د رسنیو د مالي ملاتړ، د برېښنا، امنیت او جواز په برخه کې ستونزو ته د رسېدنې په هدف‌یې هڅې کړي، خو د دوی په خبره د رسنیو لپاره د ودانیو پیدا کول د ولایتي ادارې له وس پورته کار دی.

هغه وویل: "موږ مرکز ته د اعلاناتو لپاره خصوصي رسنیو ته اولویت ورکړی، خو د ځای مسئله کې دا توانایي نه‌شته، د برق مسئله مو شریکه کړې او د برق لکه د استوګنې د کورونو بیه به‌یې راټیټه شي، د امنیت مسئلې په اړه باید ووایم چې تر اوسه داسې کوم خاص موارد نه‌شته."

په پکتیا کې دا مهال ۸ غږیزې، ۱ تصویري او ۱۱ چاپي رسنۍ فعالیت لري.

د پکتیا غږ راډیو سټدیو کې ښځینه خبریاله د پروګرام وړاندې کولو پر مهال.
د پکتیا غږ راډیو سټدیو کې ښځینه خبریاله د پروګرام وړاندې کولو پر مهال.

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو پر بنسټ یوازې په دې ولایت کې په تېرو څو کالونو کې درې غږیزې رسنۍ د مالي ستونزو له امله تړل شوي، خو د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د معلوماتو له مخې بیا په ټول افغانستان کې یوازې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د مالي او امنیتي ستونزو له امله ۴۰ رسنۍ تړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG