د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډله نن اماراتو سره لوبه کوي


د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلې تېره جمعه د نړيوال جام لومړۍ مسابقه د ٧ وېکټو په توپير له جنوبي افريقا وګټله.
د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلې تېره جمعه د نړيوال جام لومړۍ مسابقه د ٧ وېکټو په توپير له جنوبي افريقا وګټله.

د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډله نن چهارشنبه د متحده عرب اماراتو په وړاندې مسابقه کوي.

کرکټ بورډ وايي، دغه مسابقه نن د افغانستان پر وخت غرمه ۱۲:۳۰ دقيقې د جنوبي افريقا په پوچیفسټروم ښار کې ترسره کېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وويل: "ټاکل شوې نن د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډله په «ډي» ګروپ کې د نړيوال جام سياليو په لړ کې خپله دوهمه د متحده عرب اماراتو په وړاندې وکړي. تر دې مخکې افغانستان په خپله لومړۍ مسابقه کې سوېلي افريقا ته سخته ماتې ورکړه. دغې لوبې ته هم افغان لوبډله پوره چمتووالى لري او وبه‌کړاى شي په دې لوبه کې هم د افغانستان لپاره ښې لاسته راوړنې ولري."

د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلې تېره جمعه د نړيوال جام لومړۍ مسابقه د ٧ وېکټو په توپير له جنوبي افريقا وګټله.

XS
SM
MD
LG