د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۷

د منځنۍ اسیا د فوټسال په سیالیو کې د افغان ښځینه لوبډلې ګډون

د افغانستان د فوټسال ښځینه لوبډله
د افغانستان د فوټسال ښځینه لوبډله

د افغانستان د فوټسال ښځینه ۱۹ کلنه لوبډله د منځنۍ اسیا د فوټسال د ۱۹ کلنو د ښځینه لوبډلو په سیالیو کې، د ګډون په هدف سبا د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ښار ته ځي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپرونو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل چې د دوی تمرینات نن پای ته ورسېدل.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د فوټسال د ۱۹ کلنو ښځينه لوبډله بهرنیو سیالیو ته ځي.

دغه سیالۍ د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۴مه نېټه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې پورې دوام کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغه سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ایران، ترکمنستان، ازبکستان، قرغزستان او کوربه هېواد تاجکستان لوبډلې ګډون لري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG