په جګړه ځپلي هېواد افغانستان کې د ښځو نڅا ته په ټيټه سترګه کتل کېږي، خو په دې وروستیو کې یوې ښځې د دې تابو ماتولو هڅه کړې ده.
۲۳ کلنې فهیمه مرزايي هغه افغانه ده چې په کابل کې يې د شهودِ عرفان په نوم د سما نڅا یو ګروپ او ښوونځی جوړ کړی دی.
دا وايي، د سما نڅا دې ته ذهني ارامي ورکوي.
سما نڅا چې له افغانستانه سرچینه اخلي، د مولانا جلالالدین بلخي له میراثه ګڼل کېږي او د صوفيزم هنري بڼه ده.
صوفي اسلام ټينګار کوي چې انسانان باید د دین پر روحاني برخه په تمرکز له خدای سره زړه وصل او پاک کړي.
دا نڅا له ۱۳مې پېړۍ راهيسې په ټوله اسلامي نړۍ کې خپره شوه.
د سما نڅاګر مخصوص اوږده کالي اغوندي او پر ځان راڅرخي.
عموماً نارینه دا نڅا کوي.
فهیمه یو کال کېږي چې په کابل کې ښځو او نارینهوو ته سما نڅا ورښيي.
دا وايي: "زه پر سما خوند اخلم، کله چې زه سما کوم، ارام راکوي، او کله چې خوابدې یم، د ژوند ستونزې مې لیرې شي."
د ۲۰۱۹ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د شهود عرفان ډلې د مولانا چې په رومي هم مشهوره دی، د مړینې د کلیزې په مناسبت په مراسمو کې خپل هنر نندارې ته وړاندې کړ.