د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

ډېلي ټایمز: تر احتمالي توافق مخکې الېس ولز پاکستان ته تللې


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ډېلي ټایمز

د امریکا او طالبانو ترمنځ تر احتمالي توافق مخکې د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیاله الېس ویلز پاکستان ته تللې ده.

هغه د یکشنبې په ورځ اسلام‌اباد ته ورسېده.

ډېلي ټایمز ورځپاڼې د ډپلوماتيکو سرچینو له قوله لیکلي چې دا سفر مهم دی.

ورځپاڼې د امریکا او طالبانو ترمنځ د احتمالي سولې د توافق موضوع د دې لوړپوړې امریکايي ډیپلوماتې او پاکستاني چارواکو ترمنځ د خبرو یوه موضوع بللې ده.

ورځپاڼې د تاوتریخوالي کمولو په اړه د طالبانو چمتووالی هم یاد کړی او لیکلي يې دي چې د دې کار په نتیجه کې ښايي د سولې یو توافق‌لیک لاسلیک شي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر حضرت عمر زاخېلوال ازادي راډیو ته وویل، د دې احتمالي توافق‌لیک تر لاسلیک کېدو وروسته ښايي د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ هم خبرې پیل شي.

تر دې مخکې افغان چارواکو ویلي چې پاکستان د سولې خبرو ته د طالبانو د چمتو کولو په برخه کې رښتونې همکاري نه‌ده کړې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوېد فیصل ازادي راډیو ته وویل: "د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان تشې ژمنې د افغانستان د سولې په برخه کې کافي نه‌دي."

د ښاغلي فیصل په وینا، په دې برخه کې باید عملي ګامونه پورته شي. افغان چارواکي وايي، پاکستان د طالبانو مهم مشرتابه ته پناه ورکړې ده.

  • ریلیف وېب

ریلیف وېب خپرونې په افغانستان کې د واورو او یخ موسم له کبله خلکو ته د اوښتي زيان په اړه لیکلي دي.

په دې مقاله کې راغلي چې د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ په دوهمه اوونۍ کې سختو واورو په افغانستان کې تر بل هر وخت زیات زیان اړولی دی.

مقاله یادونه کوي چې روان میلادي کال د جنورۍ له ۱۲مې تر ۱۵مې نېټې پورې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه او سختې واورې وشوې او له ۳۴ ولایتونو په ۱۱ کې خلکو ته سخت زیان اوښتی دی.

هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، لغمان، هرات، بادغیس، غور، دایکنډي، بامیان او بغلان له دغو ولایتونو دي چې په ځينو کې لکه د کابل-کندهار، د کندهار-ارزګان او هرات-بادغیس ترمنځ لویې لارې په موقت توګه تړل شوې وې.

د ریلیف وېب په لیکنه چې په افغانستان کې اوس هم ګڼو سیمو ته لاسرسی نه‌شته په ځانګړې توګه په غرنیو سیمو کې برف‌کوچونو، واورو او ځمکې ښويېدو لارې بندې کړې دي.

په افغانستان کې د سره صلیب دفتر د معلوماتو له مخې په دغو پېښو کې تر شپږنیم سوه زیات کورونه نړېدلي، ۳۰ کورونه په بشپړه توګه له‌منځه تللي او تر ۳۲۰ کورنیو زیاتې بې‌ځایه شوې دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکو ازادي راډیو ته وویل چې ملي او نړیوالو همکارانو سږ کال دوی ته نږدې ۹۰۰ میلیونه افغانۍ بودجه ورکړې او دوی یې پېښو ته د رسېدو په چارو کې مصرفوي، خو د دغو سیمو ځيني اوسېدونکي شکایت کوي چې له دوی سره پر وخت مرسته نه‌ده شوې.

اروپايي ټولنې د ۲۰۱۹م میلادي کال په نومبر میاشت کې له افغانستان سره د ۷۷ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.

XS
SM
MD
LG