د څه باندې لسو هېوادونو استازي نن په جرمني کې سره راغونډ شوي او په ليبيا کې د روانې شخړې د حل پر لارو چارو خبرې کوي.
په دغو هېوادونو کې ترکيه، د امريکا متحد ايالتونه، روسيه، چين، بريتانيا، ايټاليا، فرانسه، مصر، الجزاير او متحده عرب امارات شامل دي.
دوى په برلين کې هغې سرمشريزې ته خپل استازي لېږلي چې د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل يې کوربنه ده.
چارواکي وايي په دې سرمشريزه کې د دغو هېوادونو تر څنګ د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او عرب ليګ استازي هم برخه لري.
د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو، د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون او د بريتانيا صدراعظم بوريس جانسن له مخکې جرمني ته رسېدلي او په سرمشريزه کې يې خپل ګډون تاييد کړى دى.
په دې غونډه کې د ليبيا د دوو ښکېلو لوريو رهبران هم حاضر دي.
د امريکا يوه چارواکي چې له مايک پامپيو سره په سفر کې ملګرى دى په برلين کې خبريالانو ته وويل، د ليبيا شخړه په شدت سره د سوريې د شخړې غوندې کېدونکې ده.
د سوريې په څوکلنه کورنۍ جګړه کې په سلګونو زره کسان وژل شوي او په مليونونو نور بېځايه شوي او ګڼ نور اوسېدونکي يې اروپا ته تښتېدلي چې د مهاجرت بحران يې ايجاد کړى دى.
ډيپلوماتان او د سرمشريزې لپاره د ترتيب شوې اعلاميې مسوده وايي په سرمشريزه کې جرمني او ملګري ملتونه د ليبيا سيالې ډلې چې د پلازمېنې طرابلس د نيولو لپاره په جګړه کې ښکېلې دي، په لومړي ګام کې د سولې په هدف د يوه اوربند او د څارنې پر يوه ميکانيزم سلا کېدو ته هڅوي.
بلخوا د ليبيا لپاره د ملګرو ملتونو استازي غسان سلامة پرون شنبه په برلين کې د فرانسې له خبري اژانس سره په مرکه کې وويل: "نن موږ په ليبيا کې يو لنډمهاله اوربند لرو، موږ غواړو په څارنې، تفکيک او د درنو وسلو په له منځه وړلو سره يې په يوه واقعي اوربند بدل کړو، دويمه دا چې موږ غواړو پر وسلو د بنديز لپاره د ملګرو ملتونو پرېکړه ليک بهتره عملي شي."
په ليبيا کې دوې سيالې ادارې شته، يوه په طرابلس کې د ملي تړون هغه حکومت دى چې ملګري ملتونه يې په رسميت پېژني.
بله هم په توبروک کې د پياوړي نظامي شخص خليفه حفتر د ليبيا ملي پوځ په نوم اداره ده.
د ناټو غړى هېواد ترکيه او د هغه متحد قطر د ليبيا د ملي تړون د حکومت ملاتړ کوي.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د روانې ميلادي مياشتې په لومړيو کې اعلان کړى و، چې د ملي تړون حکومت د پياوړتيا لپاره يې ليبيا ته خپل پوځيان لېږلي دي.
د ملګرو ملتونو متخصصان او ډيپلوماتان وايي د روسيې د پوځ قرارداديان په وروستيو مياشتو کې د خليفه حفتر د ليبيا ملي پوځ تر څنګ ګمارل شوي.
د خليفه حفتر اداره له متحده عرب اماراتو هوايي ملاتړ هم ترلاسه کوي، د اردن او مصر له خوا يې هم ملاتړ کېږي.
ملګرو ملتونو او غربي چارواکو پر ترکيې او روسيې انتقاد کړى او ويلي يې دي د دغو هېوادونو له خوا د خپلو متحدانو په وسلو سمبالول د تاوتريخوالي د زياتېدو سبب شوي دي.
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د ليبيا په شخړه کې د خپل هېواد مستقيم دخالت رد کړى دى.