د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

ریال ماډریډ ۲ د ۱ پر وړاندې سویاته لوبډلې ته ماتې ورکړه


ارشیف
ارشیف

د اسپانیا لالیګا لیګ د ۲۰مې اونۍ په سیالیو کې تېره شپه ریال ماډریډ ۲ د ۱ پر وړاندې سویاته لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا سیالي تېره شپه ترسره شوه.

په یاده لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره دواړه ګول وهني کاسمیرو د لوبې په ۵۷ مه او ۶۹ مه دقیقه کې ترسره کړې.

د سویا لپاره بیا یوازینی ګول لوک ډي جانګ د لوبي په ۶۴تمه دقیقه وواهه.

د دې لیګ په یوه بله مهمه لوبه کي نن شپه ۱۲:۳۰ دقیقې بارسلونا د ګراناډا فوټبال ټيم سره لوبیږي.

دا لوبه د بارسلونا په کورني لوبغالي نیو کمپ کي ترسره کېږي.

بارسلونا به نننۍ لوبه د نوي روزونکي کیکه سټين تر روزوني لاندي د لومړي ځل لپاره ترسره کړي.

کیکه سټین بارسلونا تېره اونۍ کي د والوردې پر ځای وټاکه.

بارسلونا کلب والووردې د ورستیو ماتو له امله لرې کړي.

XS
SM
MD
LG