د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۶

د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله سبا افریقا سره سیالي کوي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله سبا ته د ۱۹ کلنو ۵۰ اوریز نړیوال جام سیالیو کې لومړۍ لوبه د سویلي افریقا سره ترسره کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه لوبه به د افغانستان په وخت سبا د جمعې په ورځ ۱۲:۳۰ بجې پیل شي.

هېره دې نه‌وي چې د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ راتلونکې جمعې ورځ د سویلي افریقا په کوربه‌توب د ۱۶ هېوادونو ترمنځ پيلېږي او د فبرورۍ میاشتې تر نهمې نېټې پورې دوام کوي.

افغان ۱۹ کلنه لوبډله د نړیوال جام په څلورم ګروپ کې د کوربه هېواد سویلي افریقا، متحده عربي اماراتو او کاناډا سره یوځای ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG