د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۶

د مسي له ملاتړ سره سره د بارسلونا مشر روزونکی لیرې کړای شو


د نړیوال فوټبال لوبغاړی لیونل مسي
د نړیوال فوټبال لوبغاړی لیونل مسي

د نړیوال فوټبال لوبغاړي لیونل مسي له ملاتړ سره سره د بارسلونا مشر روزونکی لیرې کړای شو.

بارسلونا کلپ دغه اسپانیایي روزونکی چې ارنستو والورده نومېده، له سرمربي ګرۍ لیرې او پر ځای یې کیکه‌ستین چې تر دې وړاندې د رئال بتیس روزونکی وه وټاکه.

د بارسلونا فوټبال لوبډلې لوبغاړي لیونل مسي د کلپ د دغې پرېکړې په غبرګون کې په خپله ټویټر پاڼه لیکي، چې والورده مسي ته‌یې ۲۰۱۷ میلادي کال کې روزنه ورکړې، تکړه او مسلکي روزونکی دی او هر چېرې چې لاړ شي هغه لوبډله به ورسره وغوړېږي.

تر مسي وړاندې سوارس هم د دغه روزونکي د ګوښه کېدو په اړه غبرګون ښودلی و.

XS
SM
MD
LG