د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

د افغانستان ووشو لوبې په نړیوال المپیک کې ثبت شوې


ارشیف
ارشیف

د افغانستان ووشو​ لوبې په لومړي ځل په نړیوال المپیک کې ثبت شوې.

د افغانستان د ووشو فدراسیون مشر سید رحمان یورش نن ازادي راډیو ته وویل چې تر دې وړاندې افغان ووشو لوبغاړو یوازې په اسیایي کچه لوبې کولای شوې، خو تر دې وروسته به په نړیواله کچه لوبې وکړي.

هغه زیاته کړه: "د جنوري میاشتې په ۸مه نېټه د المپیک نړیوالې شورا اعلان وکړ چې ووشو نړیوال المپیک غړیتوب ترلاسه کړ، نو د دې ترڅنګ په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په چین کې المپیکي سیالیو کې ګډون وکړي."

د ښاغلي یورش په خبره، دا مهال په ټول افغانستان کې په ووشو برخه کې ۲۸ تر ۳۰ زره ځوانان فعالیت کوي چې ۱۵۰ پورې ښځینه لوبغاړې دي.

د نوموړي په خبره، ووشو فدراسیون چې په رسمي ډول په ۱۳۸۲ کال کې فعالیت پیل کړی د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې په دې برخه کې تر ۴۰۰ کلپونه موجود دي چې زیاتې ملي او اسیایي لوبې یې ترسره کړې دي.

XS
SM
MD
LG