د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل چې افغان لوبډلې په تمریناتي لوبه کې انګلستان ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
ښاغلی هوتک وایي، دغې افغان لوبډلې راتلونکي نړیوال جام رسمي سیالیو ته پوره چمتوالی نیولی.
هغه زیاته کړه: "د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو کرکټ لوبغاړو د نړیوال جام سیالیو لپاره په هر لحاظ ښه چمتووالی نیولی چې ښې لاسته راوړنې به ولري."
د ښاغلي هوتک په وینا، د دغه تمریناتي لوبو په ترڅ کې لوبغاړو لپاره د ښه چمتووالي ترڅنګ دا هم په ډاګه کېږي چې کوم لوبغاړي څومره وړتیا لري؟
د فرید هوتک په خبره، افغان لوبډلې انګلستان کرکټ لوبډلې ته په دغه تمریناتي لوبه کې ۲۰۶ منډې هدف ټاکلی و چې انګلستان پوره نهشو کړای.