د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۰۰

په ژمي کې د ګازو بیې کمساري لوړوالی او پر حکومت د خلکو اعتراض


په کابل کې په دې ورستیو کې د اوبلنو ګازو بیې ډېرې لوړې شوي چې کابل ښاریان یې اندېښمن کړي دي.

اوس‌مهال په بازار کې د یوه کیلو ګازو بیه نږدې سل افغانیو ته رسېدلې، خو د نفتو او مایع ګازو د تصدۍ دولتي مغازې یې په دوه پنځوس افغانۍ پلوري، مګر پر دې مغازو د زیات ازدحام له کبله یو څوک په ډېرې سختۍ سره کولای شي ګاز واخلي.

د نفتي توکو او اوبلنو ګازو د یوې دولتي مغازې مخې ته دوه ورځې پرله‌پسې انتظار، عبدالعلي غوسه کړی دی.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "پرون هم دلته په ګازو پسې راغلم، نوبت مې را و نه رسېد. ویې ویل، سبا اووه بجې راشه، په سړه هوا کې راغلم، خپله دوی لس بجې راغلل، دلته نه ګاز شته او نه هم عدالت."

ځینې دولتی مغازې چې باید خلکو ته ګاز وپلوري تړلي دي.
ځینې دولتی مغازې چې باید خلکو ته ګاز وپلوري تړلي دي.

نجیب هم د ارزانه دولتي ګازو د اخیستو په هیله، دوه ورځې د مغازې تر شاه تېرې کړي.

هغه وویل: "پرون راغلم، تر ماښامه ولاړ وم، ګاز را ته و نه رسېدل. نن بیا راغلم، خو دوی راته وايي، ګاز نه‌شته او یوازې یوه ډبه پاتې ده. معلومه نه ده چې نوبت به را ورسېږي که نه، په بازار کې یو کیلو ګاز په سل افغانۍ پلورل کېږي، موږ څه وکړو."

په همدې ډول څو نورو دولتي مغازو ته مو هم سر ورښکاره کړ، ځینې یې بندې وې او ځینو نورو بیا له دې کبله مشتریان رخصت کړل چې اوبلن ګاز ورسره نه شته‌.

د دې مغازو مسوولان وايي، پېردونکي یې ډېر دي، خو د دولتي مغازو شمېر بیا کم دی، له همدې کبله د ګازو بهیر پڅ دی.

د نفتي توکو او اوبلنو ګازو تصدۍ د عامه اړیکو مدیر سد معراج الدین ازادي راډیو ته وویل، په دولتي ذخیرو کې په کافي اندازه مایع ګاز شته چې ښاریانو ته توزیع شي.

هغه وویل: "موږ هڅه کوو چې هغه دولتي مغازې چې اوس فعالیت کوي، پیاوړې کړو، څو تل په کې ګاز موجود وي او بندې نه شي. موږ ډېره هڅه کوو چې د ګازو د نه رسېدنې ستونزه حل کړو. د ګازو وېش هره ورځ د سهار له اتو بجو د مازدیګر تر ۴ بجو دوام لري."

خلک د یوې دولتي مغازې مخې ته ولاړ دي چې ګاز واخلي.
خلک د یوې دولتي مغازې مخې ته ولاړ دي چې ګاز واخلي.

د نوموړي په خبره، کابل ښار کې د دولتي مغازو شمېر کم او د پېردونکیو شمېر بیا ډېر دی، له همدې کبله دغې ستونزې ته په سم ډول رسېدنه نه کېږي، خو ښاغلی معراج الدین وايي. دوی په کابل ښار کې د دولتي مغازو د شمېر د ډېرېدو پر طرحې کار کوي.

بل لورته بیا د اقتصادي چارو پوهان وايي، حکومت پر بازار کنټرول نه لري او دې موضوع یو شمېر سوداګرو ته زمینه برابره کړې چې احتکار وکړي.

شنونکي تاج محمد اکبر ازادي راډیو ته وویل؛" یوه ځانګړې ډله ګاز واردوي او ډېره هڅه کوي چې احتکار وکړي."

اقتصادي شنونکي وايي، حکومت باید د دې کار مخنیوی وکړي او اجازه ور نه کړي چې یو شمېر کړۍ په بازار کې په عرضې او تقاضا انحصار ولري.

XS
SM
MD
LG