د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

اشرف غني: هېڅ امنیتي مسئول د افغانستان د هېڅ وګړي د وژلو حق نه لري


ښاغلي غني وویل د افغانستان خلک نه غواړي چې پولیس د وژنو مسئول وي، "حتی یو غل هم باید ونه وژني. د اعدام حکم یوازې د محکمې صلاحیت دی."
ښاغلي غني وویل د افغانستان خلک نه غواړي چې پولیس د وژنو مسئول وي، "حتی یو غل هم باید ونه وژني. د اعدام حکم یوازې د محکمې صلاحیت دی."

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان هېڅ امنیتي مسئول ددغه هېواد د هېڅ وګړي د وژلو حق نه لري.

ښاغلي غني په کابل کې د جنرال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ د یوولسمې دورې فارغانو ته په وینا کې وویل، په تېره بیا پولیس باید په تدبیر ګام واخلي او د قانون د تطبیق ممثلین واوسي.

نوموړي په ټینګار سره وویل چې د افغانستان خلک نه غواړي چې پولیس د وژنو مسئول وي، "حتی یو غل هم باید ونه وژني. د اعدام حکم یوازې د محکمې صلاحیت دی."

ولسمشر د پولیسو تازه فارغو شویو افسرانو ته په خطاب کې وویل: "یونیفورم تاسو د اقتدار او درناوي وړ ګرځوي. یونیفورم ته درناوی هغه وخت کېږي چې خلک وویني ستاسو عمل عادلانه، دقیق او سنجول شوی دی. د خلکو اعتماد تاسو په ښو اخلاقو، اغېزناک مدیریت او سم تشخیص ترلاسه کولی شئ چې وشئ کولی سیمه خوندي او امن کړئ. د وسلې د استعمال حق لرئ، خو پولیس باید د قوت د استعمال اندازه ډېر وسنجوي."

د جنرال عبدالرازق د پولیسو ملي اکاډمۍ په خپلې یوولسمې دورې کې په جنايي، محبس، ترافیک او اوپراتیفي برخو کې ۴۵۵ کسه فارغان ورکړل.
د جنرال عبدالرازق د پولیسو ملي اکاډمۍ په خپلې یوولسمې دورې کې په جنايي، محبس، ترافیک او اوپراتیفي برخو کې ۴۵۵ کسه فارغان ورکړل.

که څه هم ښاغلي غني په دې برخه کې کومه مشخصه پېښه یاده نه کړه، خو په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو په چاپو کې د ځینو کسانو وژل کېدو د خلکو غبرګونونه راپارولي دي.

وروستۍ پېښه یې په کابل کې د یوه پخواني قومندان عبدالستار غوربندي پرضد عملیات و چې د کابل په خیرخانې کې له خپل زوی او درېیو نورو کسانو سره ووژل شو.

ولسمشر همداراز وویل، قاتل، قاچاقبر او غله به وروسته له دې ونه شي کولای د افغانستان پولیس وځوروي او یا یې هم په مرګ وګواښي.

د هغه په خبره، پولیس د ټولنې سخته دنده پرمخ وړي، حقوقو ته یې باید رسیدګی وشي او حکومتي دستګاه ژمنه ده چې له دوی څخه په کلکه ملاتړ وکړي.

نوموړي وویل هغه بیروني کړۍ چې د کورنیو چارو وزارت کې د پولیسو په چارو کې لاسوهنه کوي ،هم باید مداخلې یې بندې شي.

"پولیس د قانون د حاکمیت یو ممثل دی. پولیسو په تېرو اتلسو کلونو کې جګړه کوله اوس باید خپلې اصلي دندې ته راوګرځي. د افغانستان ټول امنیتي بنسټونه په جګړه کې ښکېل کېدای نشي، د پولیسو اساسي دنده د قانون طبیق دی او باید لومړیتوب پیدا کړي. هغه ټولې دندې چې د ملي پولیسو په غاړه دي، باید له سره کتنه پر وشي. په کورنیو چارو وزارت کې باید بیروني مداخلې نورې صفر ته راښکته شي."​

ښاغلي غني د پولیسو اصلي دندو ته د راګرځیدو تر څنګ وویل، د افغانستان خلک غواړي چې ملي پولیس بې پرې او سپيڅلي پاتې شي او په خبره یې د پولیسو اړوندې ادارې باید په دې برخه کې خپل ځان ثابت کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو سر پرست وزیر مسعود انداربي وویل، نوي فارغ شوي پولیس به د کابل ښار د امنیت لپاره وګمارل شي.

اندرابي زیاته کړه: "زموږ د امنیتي پلان له مخې دغه فارغ شوي پولیس به د کابل ولایت په دوو حوزو او یوه ولسوالۍ کې پر دنده وګمارل شي. ددې ترڅنګ تازه د کاري طرزالعملونو او د حوزو د فعالیت کاري لایحه ترتیب شوې ده او همداراز موږ د کابل د ښه امنیت لپاره ۱۲۰۰ کسان د خپل امنیتي پلان د پلې کېدو لپاره د کابل په ښار کې تازه په دندو ګمارلي دي."

د کورنیو چارو وزیر وویل، ددوی د امنیتي پلان له مخې دغه فارغ شوي پولیس به د کابل ولایت په دوو حوزو او یوه ولسوالۍ کې پر دنده وګمارل شي.
د کورنیو چارو وزیر وویل، ددوی د امنیتي پلان له مخې دغه فارغ شوي پولیس به د کابل ولایت په دوو حوزو او یوه ولسوالۍ کې پر دنده وګمارل شي.

د جنرال عبدالرازق د پولیسو ملي اکاډمۍ په خپلې یوولسمې دورې کې په جنايي، محبس، ترافیک او اوپراتیفي برخو کې ۴۵۵ کسه فارغان ورکړل.

په همدې حال کې د افغانستان د کومانډو له عالي تعلیماتي ښوونځي څخه هم د دوشنبې په ورځ په بیلابیلو برخو کې ۱۰۰۰ کومانډویان فارغ شول.

XS
SM
MD
LG