د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چې داعش یوه نړیواله تروریستي ډله ده، نو په وړاندې یې نړیوالې، سیمه ییزې او دومدارې مبارزې ته اړتیا ده.
تر ننګرهار ورسته په کنړ کې د داعش ډلې د پراخ حضور په اړه اندېښنې رامنځته شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، که څه هم داعش ډلې په افغانستان کې ماتې خوړلې او کمزورې شوې او اوس د جګړې توان نه لري خو لا هم د خطر په توګه موجوده ده.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، اړتیا ده چې د دغې ډلې په وړاندې نړیواله مبارزه وشي.
هغه زیاته کړه: "داعش یوه نړیواله تروریستي ډله ده او اړتیا ده چې له دغې ډلې سر په افغانستان او له افغانستان بهر په سیمه او نړۍ کې دوامداره مبارزه وشي، دا چې نړیوال ابعاد لري، افغان حکومت یې په یوازه توګه نه شي ماتولی."
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو میاشتو کې افغان ځواکونو په ننګرهار کې د داعش خلاف پریکنده پوځي عملیات وکړل او یوه میاشت وړاندې افغان ولسمشر دغه ولایت ته د خپل سفر پر مهال اعلان وکړ، چې داعش په ننګرهار کې ماته خوړلې.
له عملیاتو وروسته په ننګرهار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه داعش جنګیالي افغان حکومت ته تسلیم شول.
خو د ننګرهار د قومونو او قبایلو چارو ریاست د تېرې پنجشنبې په ورځ په جلال اباد کې رسنیو ته وویل، چې تر دې دمه له تسلیم شویو داعشیانو له کورنیو څخه ۱۳۱ تنه ښځې او ماشومان چې ۵۰یې ښځې او ۸۱ یې ماشومان وو ، خپلو وارثانو ته تسلیم شوي دي.
د ننګرهار د قومونو او قبایلو ریاست د چارواکو په وینا، د داعش وسله والې ډلې د غړو د دغو تسلیم شویو ښځو او ماشومانو د خوشې کېدو لړۍ د هغې جرګې د پرېکړو له مخې پیل شوې چې د ننګرهار د چارواکو، د دغه ولایت د قومي مخورو او د ډیورنډ فرضي کرښې اخوا د قبایلي مشرانو ترمنځ شوې وه.
خو د کونړ والي وايي، چې په ننګرهار کې د داعش تر ځپل کېدو وروسته د دغې ډلې یو شمېر جنګیالي د دغه ولایت په غرنیو سیمو کې پټ شوي دي.
عبدالستار میرزکوال ازادي راډيو ته وویل: "کونړ کې د داعش شتون خپله د اندېښنې او تشویش وړ موضوع ده، تراوسه په دې ولایت کې په ګواښ نه دي بدل شوي خو حضور لري، تعداد یې تر ۱۴۰۰ پورې رسېږي."
بل خوا امریکایي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال دوه اونۍ وړاندې په یو راپور کې ویلي، چې له عراق او سوریې وروسته، په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګه، یوه پیاوړې ډله پېژندل شوې ده.
دغې ورځپاڼې د یوه امریکایي چارواکي له خولې لیکلي دي چې، په افغانستان کې داعش ډله یو جدي ګواښ ګڼل کېږي او تر ډېره حده ورسره د عراق او سورېې مالي ملاتړ کېږي.
په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې داعش جنګیالي د افغان ځواکونو تر تعقیب لاندې دي او وخت ناوخت پرې هوايي بریدونه کوي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي: "داعش زموږ تر تعقیب لاندې ده، په وړاندې عملیات کیږي اوس هم په دوامداره پرې هوايي بریدونه کېږي، دوی هغه څوک دي چې له ننګرهار تښتېدلي افغان ځواکونه یې تعقیبوي، موږ اجازه نه ورکوو، چې کونړ په جلال اباد بدل کړي."
نږدې څلور کاله وړاندې په ۲۰۱۵ میلادي کال کي داعش ډله د ننګرهار ولایت د شینوارو په ولسوالیو په ځانګړې توګه په اچین کې راڅرګنده شوه او خوځښتونه یې پیل کړل.
دغه ډله د افغانستان د ختیځ سربېره په شمالي ولایتونو جوزجان او فاریاب کې هم فعالیتونه لري.