د افغانستان د روغتیايي قوانینو د پلي کېدو د ارزونې ریاست چارواکي وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې په کابل کې لسګونه روغتیايي مرکزونه چې په غیر قانوني ډول یې فعالیت درلود، تړلي دي.
د دې ادارې رئیس احمد خالد احدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، د یادو روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو ترڅنګ مسوولین یې عدلي او قضايي بنسټونه ته هم معرفي شوي دي.
ښاغلي احدي خبرداری ورکړ چې که دغه مرکزونه بیا ځلي خپل فعالیتونه پیل کړي عدلي او قضايي بنسټونه ته به وروپېژندل شي.
نوموړي وویل: "په دې تړل شویو روغتیايي مرکزونو کې ۱۴ روغتونونه، ۴۵ عمومي کلنیکونه، ۸۰ د غاښونو کلینکونه، ۲۶ لابرتوارونه او له شلو زیات د حجامت مرکزونه دي."
خو د ښاغلي احدي په خبره، دغو مرکزونو ۶ عمومي کلینکونو، ۵ روغتونونه، ۱۵ د غاښونو کلینکونو او شپږو لابرتوارونو ته د قانوني مراحلو تر بشپړولو وروسته بېرته د فعالیت اجازه ورکړل شوی ده.
ښاغلی احدي وايي، تر دا مهاله د شپږو روغتیايي مرکزونو مالکان چې د غیر قانوني فعالیتونو له امله یې مرکزونه تړل شوي وه او بیرته یې فعالیت پیل کړی و عدلي او قضايي بنسټونو ته پیژندل شوي دي.
د افغانستان د روغتیايي قوانینو د پلي کېدو د ارزونې رئیس وايي، د ټولو ۳۳ ولایتونو روغتیايي مرکزونه به وارزول شي.
ددې بند شویو روغتیايی مرکزونو له ډلې یو یې هم د (روغتیا) په نوم د غاښونو صحي مرکز دی چې د کابل په قلعه زمان خان سیمه کې موقعیت لري.
دغه روغتیايي مرکز د روان لمریز کال د قوس په میاشتې کې د غیر قانوني فعالیتونو له امله وتړل شو.
ددې روغتیايي مرکز مالک حسیب الله امین مني چې فعالیت یې غیر قانوني وه:
"له څو میاشتو راهیسې ما دغه کار کاوه او خپل فعالیت ته مې دوام ورکړی و، خو دروغتیايي قوانینو څخه د پلي کېدو د ارزونې ریاست د خبرو پر بنسټ چې ما د فعالیت جواز نه درلود، کار مې غیر قانوني و، نو ځکه یې کلینک راته وتړه او زه هم تصمیم لرم چې ترڅو مې جواز نه وي اخیستی فعالیت ونه کړم".
د افغانستان د روغتیايي قوانینو د پلي کېدو د ارزونې ریاست د معلوماتو له پر بنسټ اوس مهال په کابل کې ۴۰۰ خصوصي روغتونونه، ۱۰۰ کلینیکونه او له ۵۰۰۰ څخه زیات ډاکټران فعالیت لري.