د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

"د افغانستان پر هوايي حریم د نړیوالو پروازونو شمېر ډېر شوی"


ځینو هېوادونو د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ پراخېدو سره د خپلو هوايي الوتنو تګلوری بدل کړی او یو شمېر یې اوس د افغانستان له هوايي حریم څخه استفاده کوي.
ځینو هېوادونو د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ پراخېدو سره د خپلو هوايي الوتنو تګلوری بدل کړی او یو شمېر یې اوس د افغانستان له هوايي حریم څخه استفاده کوي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د افغانستان پر هوايي حریم د الوتنو په شمېر کې ۲۵ په سلو کې زیاتوالی راغلی.

د دغې ادارې رئیس محمد قاسم وفايي زاده ازادي راډیو ته وویل، په کم توپير به د پروازونو دغه زیاتوالی دایمي وساتل شي.

ځینو هېوادونو د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ پراخېدو سره د خپلو هوايي الوتنو تګلوری بدل کړی او یو شمېر یې اوس د افغانستان له هوايي حریم څخه استفاده کوي.

ښاغلي وفايي زاده د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "د نړیوال ملکي هوايي چلند سازمان (ایکاو) او نړیوال هوايي ترانسپورټ ټولنې (ایاټا) د افغانستان او ترکمنستان په ګډون د سیمې له هېوادونو وغوښتل هغه پروازونه چې د ایران له هوايي حریم نه لاره بدلوي، افغانستان او ترکمنستان سره دې همغږي شي. افغانستان همکاریو ته چمتوالی وښود له څو ورځو راهیسې د افغانستان له هوايي حریم نه د پروازونو په تېرېدو کې ۲۵ فیصده زیاتوالی راغلی."

ښاغلي وفايي زاده زیاتوي، له دې وړاندې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له هوايي حریم نه له ۲۵۰ تر ۳۰۰ نارمل پروازونه کېدل، چې اوس یې شمېر له ۴۰۰ اوښتی. افغانستان له هر پرواز نه څه باندې ۷۰۰ امریکايي ډالر عواید ترلاسه کوي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايی، د ښه فضايي امنیت او هوايي لارې د لنډوالي له امله به د پروازونو زیاتوالی په کم توپیر همداسې دایمي پاتې شي.

د افغانستان د هوايي ځواکونو پخوانی قومندان عتیق الله امرخېل وايي، د افغانستان حکومت باید د هوايي حریم او هوايي ترانسپورټ غوره مدیریت او کنترول وکړي.

"د افغانستان ملي هوايي چلند اداره باید هوايي ترانسپورت ښه مدیریت کړي، پروازونو ته اسانتیاوې رامنځته کړي، د نظامي او ملکي پروازونو ترمنځ توپيرو کړي، څو استخباراتي پروازونه ترسره نه شي."

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د امنیت په ګډون د هوايي حریم د بیلابیلو برخو د ښه مدیریت وړتیا لري.

د افغانستان پر هوايي حریم وروسته له هغه د الوتکو ترانزیت ډېر شو چې تېره چهارشنبه تهران کې یوه اوکراینۍ الوتکه د ایراني پوځیانو له خوا په تېروتنې راوغورځول شوه.

دا پېښه ساعت وروسته له هغه رامنځته شوه چې ایراني ځواکونو په عراق کې امریکايي اډې په بالستیک توغندیو وویشتې.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ ډېرېدو سره، د اوکراین، جرمني، ناروې ارمنستان او څو نورو هېوادو هوايي شرکتونو ایران ته خپلې الوتنې وځنډولې.

XS
SM
MD
LG