د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

مهدي محمدي تهران کې د رالوېدلې الوتکې افغان قرباني سوېډن کې د طب محصل و


د مهدي محمدي ورور حسین محمدي وايي، که چیرې ثابته شي چې د اوکراین دغه الوتکه د ایران له لوري راغورځول شوې د دغه هېواد په وړاندې به شکایت وکړي.
د مهدي محمدي ورور حسین محمدي وايي، که چیرې ثابته شي چې د اوکراین دغه الوتکه د ایران له لوري راغورځول شوې د دغه هېواد په وړاندې به شکایت وکړي.

په ایران کې د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې یو قرباني هم د دایکندي ولایت اوسېدونکی مهدي محمدي و.

نوموړی یوه میاشت مخکې د خپلۍ کورنۍ د لېدلو لپاره تهران ته تللی و.

محمدي په ایران کې له رخصتیو وروسته غوښتل چې د اوکرین له لارې سویډن ته ولاړ شي، خو د الوتکې رالوېدو په پېښه کې له ۱۷۵ نورو مسافرو سره چې لس تنه یې د افغانستان اتباع و، یوځای ووژل شو.

د نوموړي ورور له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې الوتکې د نسکورېدو پړه پر ایران واچوله او وویل چې د ایران په وړاندې به شکایت وکړي.

۲۱ کلن محمدي د افغانستان له دایکندي ولایت څخه وو چې په ماشومتوب کې ایران ته کډوال شوی و.

نوموړی څلور ورونه او دوه خویندې لري.

محمدي په ۲۰۱۳ میلادي کال کې سویډن ته ولاړ او دغه هېواد کې یې د پناه غوښتنه وکړه.

هغه په سوېډن کې په لوړو زده کړو بوخت و او دوه کاله وروسته د طب له پوهنځې فارغېده.

محمدي یوه میاشت وړاندې د خپلې کورنۍ د لېدلو لپاره د اوکرین له لاري ایران ته تللی و.

دا الوتکه د چهارشنبې په ورځ د امام خمیني له هوايي ډګر څخه تر الوتو وروسته سمدستي راولوېده.

دا پېښه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې د ایران پوځ په عراق کې، د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډه د بالستیک توغندیو حمله وکړه.

د اوکراین هوايي شرکت ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه کې ۱۷۶ کسان سپاره وو چې اوو هېوادونو اوکراین، ایران، افغانستان، کاناډا، بریتانیا، سوېډن او جرمني اتباع وو او په پېښه کې ټول مړه شول.

د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې په ۱۷۶ سپرلۍ کې د چارواکو په وینا ۷۶ ایرانیان، ۱۰ افغانان، ۱۱ اوکراینیان، ۶۳ کاناډایان، درې بریتانویان، درې جرمنان او ۱۰ سویډنیان شامل دي.

دوو امریکايي چارواکو تردې مخکي ویلي،چې د اوکراین د هوايي کرښې الوتکه چې په تهران کې راولوېده، په غالب ګومان د دافع هوا توغندي په وسیله ویشتل شوې ده.

خو ایران وايي، اوکراینۍ الوتکه د تخنیکي عارضې له کبله نسکوره شوې ده.

دوو امریکايي چارواکو تردې مخکي ویلي چې د اوکراین د هوايي کرښې الوتکه چې په تهران کې راولوېده، په غالب ګومان د دافع هوا توغندي په وسیله ویشتل شوې ده.
دوو امریکايي چارواکو تردې مخکي ویلي چې د اوکراین د هوايي کرښې الوتکه چې په تهران کې راولوېده، په غالب ګومان د دافع هوا توغندي په وسیله ویشتل شوې ده.

په همدې حال کې ولسمشراشرف غني له خپل اوکرایني سیال ولودیمیرزیلینسکي سره په ټلفوني خبرو کې په پېښه کې د افغانانو او نورو هېوادونو د وګړو پر مړینه خواشيني وښوده او ویې ویل هیله من دی چې ایراني چارواکي به د پېښې د څرنګوالي او د شفافو تحقیقاتو او ارزونو په برخه کې همکاري وکړي.

د مهدي محمدي ورور حسین محمدي چې په جرمني کې ژوند کوي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل،که چیرې ثابته شي چې د اوکراین دغه الوتکه د ایران له لوري راغورځول شوې د دغه هېواد په وړاندې به شکایت وکړي.

حسین محمدي د افغانستان له حکومت څخه غواړي چې د الوتکې د سقوط په تړاو په څېړنو کې برخه واخلي.

د اوکراینۍ الوتکې د مسافرو جسدونه
د اوکراینۍ الوتکې د مسافرو جسدونه

نوموړي په تهران کې د افغانستان په سفارت انتقاد وکړ او ویې ویل چې تراوسه هېچا د قربانیانو د کورنیو پوښتنه نه ده کړې.

"تراوسه هېچا د قربانیانو له کورنیو سره خبرې نه دي کړي او نه هم ورغلي دي. د افغانستان دولت د هیچا مسوولیت نه اخلي. زما پلار او مور زما د ورور جسد موندلو لپاره ګرځي. نن په ایران کې رخصتي ده، سبا ورځې ترڅو وګوري د ډي ان اې د ټيست او نورو مراحلو وروسته جسد ترلاسه کولای شي او کنه".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم دا مني چې تراوسه په تهران کې د افغانستان سفارت نه دی توانېدلی چې د قربانیانو له کورنیو سره اړیکه ونیسي.

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد وايي، حکومت د قربانیانو له کورنیو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. "زمونږ همکاران په کابل، ایران او نورو سیاسي نمایندګیو کې همکاریو ته چمتو دي، خو تراوسه د افغانستان سفارت ته چا مراجعه نه ده کړې".

نوموړي وویل چې په تهران کې د افغانستان سفارت چمتو دی څو هېواد ته د جسدونو د انتقال لپاره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG