د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

د کابل پولیسو د جنايي مجرمینو پرضد عملیاتو کې ۱۸ مشکوک کسان نیولي


په دې وروستیو کې یو شمېر کسان د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د وسله والو غلو له خوا وژل شوي.
په دې وروستیو کې یو شمېر کسان د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د وسله والو غلو له خوا وژل شوي.

په کابل کې د جنايي جرمونو زیاتېدو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو له شکایتونو او اعتراضونو وروسته، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د غلو، قاتلینو او جنايي مجرمینو پرضد کمپاین پیل کړی او تر دې دمه یې ۱۸ مشکوک کسان نیولي.

کابل ښاریان که څه هم دغه اقدام ستايي، خو ټینګار کوي، چې باید نمایشي نه وي او امنیتي بنسټونه باید د جنايي مجرمینو د نیولو لپاره کلک هوډ وکړي.

په دې وروستیو کې یو شمېر کسان د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د وسله والو غلو له خوا وژل شوي.

وروسته له هغې چې د تېرې یکشنبې په شپه د کابل ښار په ۱۳ حوزه کې د افغانستان امریکايي پوهنتون محصل علي سینا ظفري د غلو له لوري ووژل شو، په ټولنیزو رسنیو کې د "کابل امن نه دی" تر عنوان لاندې کمپاین پيل شو.

دې کمپاین د کورنیو چارو وزارت مشرتابه اړ کړ چې د غلو او جنايي مجرمینو پر وړاندې اقدامات وکړي.

د علي سینا ظفري د کورنۍ غړی عباس له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم له دغه اقدام هر کلی وکړ، خو دغه کار یې ناوخته وباله.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ښار له بېلابېلو سیمو ۱۸ مشکوک مجرمین نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ښار له بېلابېلو سیمو ۱۸ مشکوک مجرمین نیول شوي دي.

"له بده مرغه امنیتي بنسټونه په خپل وخت هڅې ونه کړې، له بده مرغه د پولیسو د بېغورۍ له امله مو ځینې ځوانانو د غلو له لاسه ووژل شول. که چېرې پولیسو په خپل وخت اقدام کړی وای، د علي سینا به څېر به اوس زیات ځوانان ژوندي وای."

د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې د جنايي جرمونو د کچې ټیټولو په هدف په کابل ښار کې ګرځنده ګزمې، د تلاشۍ پوستې او اپراتیفي عملیات پيل کړي.

د دغه وزارت مرستیال ویاندې مروه امیني ازادي راډیو ته وویل، چې پولیسو، د جنايي، مجرمینو مرتکبین، غیر مسوولو وسله والو او د نظم د اخلال کوونکو پرضد اقدامات کړي.

"یو لیست د مجرمینو له هرې حوزې سره و، له لیست سره سم ۱۸ د جرمونو مرتکبین ونیول شول، دغه عملیات به ترهغې دوام ولري چې په کابل کې د جرمونو کچه راښکته شي او بیا به نورو لویو ښارونو ته هم غځوو."

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د امنیتي بنسټونو دا اقدام ستايي، خو ټینګار کوي، چې باید نمایشي نه وي او پولیس خپله دنده چې د قانون پلي کول او د خلکو امنیت دی جدي پام ورته وکړي.

"احمد ساحل یم، د دریم مکروریان اوسېدونکی، د کورنیو چارو وزارت له دې اقدام هرکلی کوو، خلک په کابل ښار کې د غلو له لاسه نه شي ګرځېدلای."

"روښان بارکزی یم، د پولیسو دا اقدام باید نمایشي نه وي، د دوی د مسولیت له مخې چې د خلکو امنیت یې اصلي دنده ورته متوجې شي."

"عبدالمالک یم، ولې پولیس د ټولنیزو رسنیو له کمپاین نه وروسته اقدام کوي، ایا دوی خپلې دندې نه پیژني، کله چې غل ونیول شي، بېرته خوشې کیږي، دې کار غله زړوره کړي."

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې له دې وړاندې پولیس زیاتره په جګړه کې مصروف و، او له دې وروسته د جګړې تر څنګ به د خلکو د امنیت خونديتوب ته جدي پام وکړي او کارونه به یې هیڅکله هم نمایشي نه وي.

یوازې کابل نه دی چې خلک یې د جنايي جرمونو له زیاتوالي شکایت کوي، بلکې هرات، بلخ، کندهار او ننګرهار ولایتونو اوسېدونکي هم په دې اړه اندېښنې لري.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې دغه کمپاین له کابل پیل شوی او ډېر ژر به لویو ښارونو او بیا ټول افغانستان ته و غځول شي.

XS
SM
MD
LG