د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

"تخار کې خپلسرو وسله والو د خلکو ژوند تریخ کړی"


په چاه آب، رستاق، دشت قلعه، درقد، خواجه بهاءالدین او اشکمش ولسوالیو او مرکز تالقان کې خلک ددغو وسله والو له ځورونو شکایت لري او وايي، آن ځینې کورنۍ یې اړ کړي خپلې سیمې پرېږدي.
په چاه آب، رستاق، دشت قلعه، درقد، خواجه بهاءالدین او اشکمش ولسوالیو او مرکز تالقان کې خلک ددغو وسله والو له ځورونو شکایت لري او وايي، آن ځینې کورنۍ یې اړ کړي خپلې سیمې پرېږدي.

د افغانستان په شمال ختیځ کې د تخار د یو شمېر ولسوالیو او د مرکز اړوند ځینو سیمو اوسېدونکي خپلسري وسله وال، په هدفي وژنو، وسله والو غلاوو، انسان تښتونې او د عامو خلکو په ځورولو تورنوې.

په چاه آب، رستاق، دشت قلعه، درقد، خواجه بهاءالدین او اشکمش ولسوالیو او مرکز تالقان کې خلک ددغو وسله والو له ځورونو شکایت لري او وايي، آن ځینې کورنۍ یې اړ کړي خپلې سیمې پرېږدي.

د تخار د دشت قلعه ولسوالۍ یوتن اوسېدونکي اسدالله زمري ازادي راډیو ته وویل، د خپلسرو وسله والو ترمنځ خپلمنځي شخړو او نښتو کې ډېر کله عام وګړي قرباني کېږي.

"غیرمسوول وسله وال غلاوې کوي، لارې نیسې، خلک وژنې او شخصي بندېخانې لري. موږ د تخار خلک سخت په تنګ شوي یو. په ینګي قلعه او خواجه بهاءالدین ولسوالیو کې ځینې خلک چې د غیرمسئولو وسله والو له ظلمونه په تنګ راغلي او تللي دي له طالبانو سره یوځای شوي دي."

ددوی په خبره، دغه وسله وال په سیمه ییزو جنګسالارانو او تنظیمي ډلو پورې تړلي دي.

د اشکمش ولسوالۍ یوه اوسېدونکي صبغت الله صمیم وویل:

"له کومه وخته چې غیرمسئول وسله وال په تخار کې پېدا شوي، باوجود ددې چې دوی د طالبانو په مقابل کې خپل مقاومت نه دی ښودلی، بلکې د وسله والو طالبانو صف یې لاقوې کړی دی، ځکه خلک ددې لپاره چې ځان په امن کې کړي، مجبور دي له یوې وسله والي ډلې سره لاس یو کړي".

د تخار اوسېدونکي وايي، په وار وار یې د خپلسرو وسله والو په اړه د تخار سیمه ییزو چارواکو ته شکایت کړي، خو تراوسه یې په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د تالقان ښار یوه اوسېدونکي خلیل الله په دې اړه وویل: "دلته ډېر امنیت خراب دی، زورواکي مسلح دي. خلک وهي، پیسې اخلي او شخصي محبسونه لري. له دولت نه تقاضا کوو چې دغه شخصي وسله وال ورک کړي، ځکه موږ ورڅخه سخت په تنګ راغلی یو."

بل‏خوا د تخار سیمه ییز چارواکي په دې ولایت کې د خپلسرو وسله والو فعالیت تاییدوي او وايي چې په نږدې راتلونکي کې ددغې ډلي پر وړاندې جدي اقدام کوي.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په یوشمېر ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د موجودیت ترڅنګ یو سلسله امنیتي ستونزې هم موجودې دي او غیرمسووله وسله وال له همدې وضعیت نه په ګټې اخېستو سره په سیمه کې د خلکو په ځورولو لاس پورې کوي. د ولایت رهبرۍ دغه موضوع له مرکز سره شریکه کړې ده او ډېر ژر ددغو ډلو په وړاندې کوټلي ګامونه پورته کېږي."

تخاریان وايي، په دغه ولایت کې د وسله والوطالبانو د فعالیت ترڅنګ د خپلسرو ټوپکیانو حضورهم د دوی له جدې اندېښنو شمېرل کېږي، ځکه د خلکو ژوند یې له بېلابېلو ننګونو سره مخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG