طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان په ځینو سیمو کې د واورو د ښویېدو خبرداری ورکوي.
نجیب اقا فهیم تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، موټر چلوونکي باید پر لارو د تګ پر مهال پر ژمنیو وسایلو سمبال وي.
د دایکنډي د ولایتي شورا رئیسه شیما رستمیان وايي، د دې ولایت ډېرې لارې د پنجشنبې د ورځې راهیسې تړلې دي.
نوموړې تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د لومړنیو توکو کمی او د روغتیايي کارکوونکو نشتوالی په کلیو او بانډو کې د خلکو جدي ستونزې دي.
د نوموړې په وینا، که حکومت پر وخت د لارو د پرانیستو لپاره اقدام ونهکړي د اوسنیو ستونزو لمن به تر دې هم پراخه شي.
هغه زیاتوي: "واړه کلي، حتی له ولسوالیو سره تړلي نهدي، دا خو ښار نهدی، عجیب و غریبې درې او له پېچومو ډکې لارې شته. خلک په تنګ دي، له بده مرغه چې حکومت یوازې کوتلونه په پام کې نیولي، ان تر قُناغ کوتل پورې یې د ولسوالۍ لارې ته پام نهدی کړی چې دوه ورځې تړلې وه، پرونیې یوه حامله مېرمن تر عمومي سړک پر اوږو انتقال کړه."
طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم هم مني چې وروستیو واورو تر ډېره په لیرې غرنیو کلیو او بانډو کې خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.
ښاغلي فهیم تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د تړلو لارو پرانیستل له نن (سې شنبې) څخه بېرته پیلېږي.
هغه زیاته کړه: "په غور، بامیان او دایکنډي کې د ځینو لیرې پرتو سیمو لارې تړلې دي، د سې شنبې، چهارشنبې، او پنجشنبې په ورځو د افغانستان په ګڼو سیمو کې د صافې هوا اټکل شوی دی او د عملیاتي ډلو لپاره چې د لارو د پرانیستو لپاره ګمارل شوي یو ښه فرصت دی چې خپل کار پیل کړي څو په لیرې پرتو سیمو کې له لارو موانع لیرې کړي او لارې پرانیزي."
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر همدارنګه زیاته کړه چې تر اوسه پورې د واورې د ورېدو له کبله د لویو واورو ښویېدو په څېر د داسې لویو پېښو راپور نهدی ورکړل شوی چې مرګ ژوبلهیې اړولې وي.
خو ښاغلي فهیم ټینګار وکړ چې باید له احتیاط کار واخیستل شي، ځکه په وینا یې په سالنګ او همدارنګه د بدخشان پر لارو په راتلونکو ورځو کې د واورو د لویو راشو (واورې ښویېدنې) خطر شته.
هغه وویل: "د سالنګ پر لویه لاره او د بدخشان ولایت په ځینو برخو کې د واورو د ښویېدو خطر شته، موټر باید په دې لارو د تګ راتګ پر مهال په ژمنیو وسایلو سمبال وي، خلک دې له ټولنیزو شبکو او رسنیو څخه د لارو د وضعیت په اړه معلوماتو او اطلاعاتو ته جدي پاملرنه وکړي."
ښاغلي فهیم وویل، عمومي لارې چې پلازمېنه کابل د افغانستان له نورو برخو سره تړي په عمومي توګه پرانیستې دي.
د ژمي په سړه هوا کې اړو کسانو ته په وخت د لومړنۍ مرستې نهرسېدل، هغه انتقاد دی چې په تېرو کلونو کې هم د حکومت پر مسؤلو ادارو شوی دی.
خو طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت وزیر وايي، سږ کال د ژمي تر رسېدو مخکې د ولایتونو مرکزونو ته لازمې مرستې استول شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا، روان میلادي کال په افغانستان کې د بېوزلو کورنیو لپاره سخت کال اټکل کړی دی.
دې ادارې په یو تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې سږ کال نږدې نهه نیم میلیونه وګړي د جګړو او طبیعي پېښو له کبله بېړنیو مرستو ته اړ دي.