د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

په کابل کې د امریکا د سفیر په توګه د جان بس ماموریت نن پای ته ورسيد


نوموړی داسې مهال له کابله ځي چې د افغانستان د ګاونډي ایران او د امریکا ترمنځ کړکېچ د ایران د سپاه پاسدارن د قدس ځواکونو قومندان قاسم سلیماني د وژلو پر سر اوج ته رسیدلی دی.
نوموړی داسې مهال له کابله ځي چې د افغانستان د ګاونډي ایران او د امریکا ترمنځ کړکېچ د ایران د سپاه پاسدارن د قدس ځواکونو قومندان قاسم سلیماني د وژلو پر سر اوج ته رسیدلی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفیر جان بس دوه کلن ماموریت نن پای ته ورسېد او له کابله واشنګټن ته روان شو.

د لانجمنو انتخاباتو او د سولې د ټکني بهیر په ګډون، د افغانستان د وروستیو مهمو تحولاتو په اړه غونډو کې د امریکا د دریځ د بیانولو سربېره، په ټولنیزو شبکو کې د ښاغلي بس تبصرې تل د رسنیو د خبرونو سرټکي ګرځېدې.

نوموړی داسې مهال له کابله ځي چې د افغانستان د ګاونډي ایران او د امریکا ترمنځ کړکېچ د ایران د سپاه پاسدارن د قدس ځواکونو قومندان قاسم سلیماني د وژلو پر سر اوج ته رسیدلی دی.

د اسوشېټډ پرس خبري آژانس د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، ترهغو چې د هغه ځای ناستی ټاکل کیږي، روز ویلسن د سفارت د شارژدافیر په توګه ټاکل شوی او د نوي سفیر تر ټاکل کېدو به د سفارت سرپرستي هم کوي.

ښاغلی ویلسن چې په ترکیې او آذربایجان کې د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې، تمه کیږي چې په څو راتلونکو اوونیو کې کابل ته لاړ شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې سې شنبې په ورځ له جان بس سره د مخه ښې په کتنه کې هغه ته د ښوخدمتونو له امله د وزیر محمد اکبر خان دولتي مډال ورکړ.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې سې شنبې په ورځ له جان بس سره د مخه ښې په کتنه کې هغه ته د ښوخدمتونو له امله د وزیر محمد اکبر خان دولتي مډال ورکړ.

د بهرنیو چارو وزارت دغه راز په خپاره کړي بیان کې ویلي چې ښاغلي بس په دغه دوه کلنه موده کې په افغانستان کې د یوه سیاسي جوړجاړي لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې هدف په مهارت مخ ته وړی.

هغه ماموریت چې ده له سختو امنیتي ستونزو سره سره مخ ته وړی هدف یې د دې مسئلې یقیني کول و چې بیا هیڅکله هم د افغانستان له خاورې متحده ایالتونو ته ګواښ پیښ نه شي.

دا چې جان بس څومره په دغه ماموریت کې بریالی و، د آزادي راډیو د ګندهارا ویب پاڼې چلونکی ابوبکرصدیق وایي، لکه د هرهیواد د سفیر په توګه چې په کوربه هېواد کې د خپل هېواد د بهرني سیاست استازیتوب او ګټې یې خوندي کوي، جان بس هم په دې موده کې دغه کار سرته رسولی دی.

"له تېرو دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې د امریکا پالیسي دا وه چې د یوه توافق له لارې په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي یا حد اقل هلته تاوتریخوالی کم شي او سولې ته زمینه برابره شي. دا ښکاره خبره ده چې پخواني سفیرجان بس په دې برخو کې لاس ته راوړنې لرلې."

په خپله جان بس له افغانستان سره د خدای پاماني په یوه ټویټ کې ویلي چې دی له زړه د دې هیله کوي چې د دې هېواد مشران او وګړي یې د یووالي ځواک ومومي، خپل اختلافات یوې خواته کړي او له طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي لپاره په ګډه کاروکړي. هغه ویلي چې افغانان او دغه ښکلی هېواد د دې مستحق دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې سې شنبې په ورځ له جان بس سره د مخه ښې په کتنه کې هغه ته د ښوخدمتونو له امله د وزیر محمد اکبر خان دولتي مډال ورکړ.

د ولسمشر غني په فرمان کې د ښاغلي بس د ماموریت پر مهال د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او پراختیا، افغانستان او سیمه کې د سولې ټینګښت او له دغه هېواد سره د نړۍ د هېوادونو د همکاریو په برخو کې د جان بس د هڅو قدراني شوې ده.

د اسوشېټډ پرس خبري آژانس د راپور له مخې، د اسې ښکاري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ پیل شوې مخامخ خبرې بیا په ټپه دریدلي دي. دغه خبرې د واشنګټن لپاره ډېرې مهمې په دې دي چې هدف یې د یوه سیاسي جوړجاړي له لارې په افغانستان کې د امریکا اتلس کلنې جګړې ته د پای ټکي اېښودل دي.

په دې خبرو کې وروستي جنجالونه ډېرد اوربند د ټینګېدو او په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو پرسر راپورته شوي. دا هغه غوښتنه ده چې پرامریکایي لوري سربېره د افغانستان حکومت هم په دې وروستیو کې د سولې د بهیر د پیلېدو لپاره پرې ډېر ټینګارکړی دی.

له طالبانو سره د یوه توافق ترلاسه کېدو لپاره د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ۱۵ میاشتو راهیسې هلي ځلې مخ ته وړې دي. داسې یو توافق چې واشنګټن ته به اجازه ورکوي چې له افغانستانه خپل سرتېري چې شمیر یې اوس شاوخوا ۱۳ زره تنه دی، وباسي او هم بین الافغاني خبرو ته زمینه برابروي.

تراوسه طالبانو د افغانستان له حکومت سره له مخامخ خبرو کولو ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG