د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

د افغانستان د پوهنې وزارت د پراخو اصلاحاتو هوډ لري


ښاغلي بلخي ټینګار وکړ چې پوهنیز نظام سره باید هیڅکله هم سیاسي چلند ونه شي.
ښاغلي بلخي ټینګار وکړ چې پوهنیز نظام سره باید هیڅکله هم سیاسي چلند ونه شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي تصمیم لري چې د هیواد د پوهنې نظام له سیاسته لیرې وساتي او دغه شان پراخ مسلکي اصلاحات په کې رامینځته کړي.

په دغو اصلاحاتو کې د پوهنې اداري تشکیلات، تعلیمي نصاب، د مسلکي کادرونو روزل او ګمارل او د چارو تخنیکي کول شامل دي.

د اصلاحاتو د طرحې جوړولو په هدف د پوهنې وزارت نن دوشنبه د کابل او ولایتونو د پوهنې د مسئولینو په ګډون یو سمپوزیم جوړ کړی و ترڅو د ګډون والو نظریات راټول کړي.

د افغانستان د پوهنې وزیر میرویس بلخي وویل، پوهنیز نظام څلور لسیزې د سیاستونو تر اغیز لاندې و او دا چلند باید په بشپړ ډول پای ته ورسېږي.

ښاغلي بلخي وویل، ددغو اصلاحاتو د سند جوړولو لپاره تصمیم لرو چې د پوهنې د متخصصینو او مسئولو کارکوونکو نظریات راټول او پلې کولو ته یې تدابیر ونیسي.

"د ښوونې او روزنې په بیلابیلو حوزو کې داسې یو جامع او بنیادي سند جوړکړو چې د یوه لارښود په توګه د پوهنې کورنۍ ته ورکړل شي او عملي شي له دې سره به له یو نامطلوب وضعیت نه مطلوب وضعیت ته ورسیږو."

ددغه وزارت د مسوولینو په خبره د پوهنې په نظام کې دغه اصلاحات ښايي وخت ونیسي، خو نتیجه به یې ګټوره او تلپاتې وي.

د وزارت مسوولینو داهم وویل، دغه اصلاحات د یاد وزارت د لس کلن ستراتیژیک پلان یوه برخه ده چې کار پرې روان دی.

په یاد سمپوزیم کې د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو رییس نادرنادري چې اداره یې د دغه وزارت د استخدام په چارو کې په مستقیمه توګه ښکیل ده وویل، د پوهنې د نظام د اصلاحاتو لپاره اړینه ده چې پر اداري تشکیلاتو یې بیا کتنه وشي.

"مرکز اوولایتونه له ادارې پلوه په ځینو برخو کې تشکیلاتي پړسوب لري، په تشکیلاتو کې په سلو کې اووه ویشت اداري برخه ده. دې برخې ته باید بیا کتنه وشي. په دې دلیل ځینې ادارې امکان لري له منځه لاړې شي."

د افغانستان د پوهنې وزارت په دې داسې حال کې د پوهنې په نظام کې د هر اړخیزو اصلاحاتو د راوستلو خبرې کوي چې ددغه وزارت د معلوماتو له مخې همدا اوس د هېواد کابو پنځوس فیصده ښوونځي ودانۍ نه لري، ښوونځي د مسلکي ښوونکو له کموالي سره مخ دي او شاوخوا درې اعشاریه اووه ملیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي

XS
SM
MD
LG