د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

د عراق پارلمان له خپل هېواده د امریکايي پوځیانو د وتلو پرېکړه‌لیک تصویب کړ


د عراق پارلمان
د عراق پارلمان

د عراق پارلمان له خپل هېواد څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو پرېکړه‌لیک تصویب کړ.

د بغداد هوايي ډګر ته نږدې د ایران د قدس ځواک د عمومي قوماندان جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د عراق پارلمان پرون له خپل هېواده د بهرنیو پوځیانو د وتلو پرېکړه‌لیک ته رأیې ورکړې.

په دې پرېکړه‌لیک کې ویل شوي: "د عراق حکومت ژمن دی چې د داعش پر ضد په جګړه کې له نړیوال ائتلاف څخه د مرستې لپاره خپله غوښتنه لغوه کړي ځکه چې دا عملیات په بري پای ته رسېدلي دي."

د پارلمان د غړو په پرېکړه‌لیک کې همداراز راغلي: "د عادل عبدالمهدي حکومت باید په عراق کې د بهرنیو ځواکونو د حضور د پای ته رسولو او د عراق له خاورې، هوا او سمندري قلمرو څخه د هغوی د کار اخیستو د مخنیوي لپاره کار وکړي."

د عراق د پارلمان پرېکړه‌لیکونه لازم‌الاجرا نه‌دي، خو د دغه هېواد صدراعظم مخکې له پارلمان څخه غوښتي و چې په عراق کې د بهرنیو ځواکونو د حضور د ژر تر ژره پای ته رسېدو لپاره اقدام وکړي.

مهدي د خپل هېواد د پارلمان غړو ته په وینا کې ویلي، سره له دې چې ښايي هېواد یې له کورنیو او بهرنیو ستونزو سره مخامخ شي، خو دا کار په اصولو او عمل کې د عراق په ګټه دی.

د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي

هغه زیاته کړه: "د هغو بهرنیو ځواکونو حضور چې په عراق کې جنګي چارې پر مخ وړي، جواز نه‌لري، په عراق کې د داعش د حضور د پای ته رسېدا تر دوو کلونو ډېر وخت وځي نور نو د عراق دولت باید د بهرنیو ځواکونو د شمېر د کمېدو او ورپسې په عراق کې د هغوی د بشپړې خاتمې لپاره یو لازم‌الاجرا مهالوېش جوړ کړي."

له بلې خوا د عراق د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په بغداد کې یې د امریکا سفیر احضار کړی چې د امریکا هغه هوايي حمله وغندي چې په لړ کې یې قاسم سلیماني، د عراقي ملېشو یو قوماندان او څو نور جګړه‌مار ووژل شول.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دا بریدونه د عراق د ملي حاکمیت څرګنده سرغړونه ده او په عراق کې د داعش پر ضد د ائتلاف د مأموریت په اړه د موافقو خلاف ده.

مخکې تر دې چې د سلیماني مړی ایران ته یووړل شي، عراقي ویرکوونکو د ده د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په ایران کې پرون سلګونه زره د سلیماني د جنازې د مراسمو لپاره راټول شوي وو.

په لبنان کې هم د حزب‌الله پلویانو چې د ایران متحدان دي، څو ځایه غونډې وکړې.

د حزب‌الله مشر حسن نصرالله پرون په یوه ټلوېزیوني وینا کې خپلو پلویانو ته وویل: "تر کومه ځایه چې د عراقیانو او د هغوی د مقاومت په اړه خبر یوو، د ابوالفضل عباس (عراقي شیعه‌ګان) درانه بچیان به په عراق کې یوه امریکايي پوځي ته هم اجازه ورنه‌کړي."

د حزب الله مشر حسن نصرالله

د امریکا متحده ایالات په عراق کې نږدې ۵ زره پوځیان او پوځي پرسونل لري چې اکثره‌یې سلاکاران دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د شنبې په ورځ په خپلو ټویټونو کې وویل چې پر سلیماني د حملې امر یې ورکړ ځکه چې سلیماني په عراق کې د امریکا پر هدفونو حملې تنظیمولې.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون د قاسم سلیماني د وژل کېدو د پرېکړې دفاع وکړه، ویې‌ویل چې که دا کار نه‌وی شوی لوی خطر پېښېدای شوی.

XS
SM
MD
LG