د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

اسټرالیا کې د افغانانو تر منځ د فوټبال سیالیو پای


ارشیف
ارشیف

په اسټرالیا د نوي میلادي کال په ویاړ د افغانانو تر منځ د فوټبال پیل شوې سیالي پای ته ورسېدې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپرونو مرستیال شمس امیني ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ هر کال د استرالیا په بېلابېلو الیالتونو کې د افغان کډوالو له لوري ترسره کېږي.

نوموړي وویل چې سږکال دغه سیالۍ په ملبورن کې ترسره شوې.

په دې سیالیو کې ۳۶ لوبډلو برخه اخیستې وه چې د بېلابېلو ایالتونو استازیتوب يې کاوه.

XS
SM
MD
LG