د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

ننګرهار کې د ناکامورا په نوم د سوک وهنې سیالۍ پای ته رسېدلي


ارشیف
ارشیف

په ننګرهار کې د ناکامورا په نوم د سوک وهنې سیالۍ پای ته ورسیدې.

دا سیالۍ د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې له لوري د ډاکتر ناکامورا د خدمتونو د درناوې په پار پیل شوې وې چې تېره ورځ ناوخته د کابل د لوبغاړو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د افغانستان د المپیک ملي کمیټې د مطبوعاتو مسوول مجیب قاري زاده ازادي راډيو ته وویل دا سیالۍ د کابل او ننګرهار د لوبغاړو تر منځ د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.

په دې سیالیو کې له کابله میوند اختري، سیف الله او محمد حمزه د اتلولۍ په ګټلو سره د سرو زرو مډالونه خپل کړل.

دغه شان محمد حبیب الله، خیبر الله او شهامت له ننګرهار ولایت نه بیا دویم ځایونه خپل کړل.

XS
SM
MD
LG