د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

د "حزب اسلامي افغانستان د شوراګانو اتحاد" خپل موجودیت اعلان کړ


د "حزب اسلامي افغانستان د شوراګانو اتحاد" غړی جمعه خان همدرد
د "حزب اسلامي افغانستان د شوراګانو اتحاد" غړی جمعه خان همدرد

د "حزب اسلامي افغانستان د شوراګانو اتحاد" د شنبې په ورځ خپل موجودیت اعلان کړ.

د حزب اسلامي افغانستان شورا ګانو اتحاد، چې د شنبې په ورځ یې خپل موجودیت اعلان کړ وايي، دغه شورا د هېڅ یو ګوند پر وړاندې نه ده رامنځته شوی بلکې هڅه کوي چې په افغانستان کې بېلابېل سیاسي ګوندونه او سیاستوال پر ځان راټول او د افغانستان خلکو او سولې ته خدمت وکړي.

ددغه شورا غړي جمعه خان همدرد وویل: "مونږ د یوه ملت په توګه ونه شول کولی، په خپلو د اتفاق او اتحاد لپاره له خپلوشخصي، قومي، تنظیمي او یا مذهبي ګټو څخه لاس پرسر شو، مونږ باید په خپلو کړنو خصوصاً سیاسي کړنو کې له سره کتنه وکړو، داسې لارې خپلې کړو چې د ملت خیراو د افغانستان خلکوته له دې ناورین څخه د نجات زیری وي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د یو شمېر کورنیو رسنیو د راپورونو پر بنسټ په دې وروستیو کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي افغانستان له غړیتوب نه د ده ګوند په لسګونو کادرونو خپل بېلوالی اعلان کړ.

ویل کېږي چې د حزب اسلامی افغانستان په دغو بېل شویو کادرونو کې پېژندل شوې څیرې فاروق وردک، جمعه خان همدرد، د ولسي جرګې پخوانی رييس عبدالرووف ابراهیمي، قاضي محمد امین وقاد، بشیر قانت، احسان الله ، اکبر بارکزي او داسې نور شامل دی.

ازادي رادیو هڅه وکړه چې په دې اړه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي افغانستان نظر هم ولري خو د دغه حزب مسوولینو وویل اوس په دې اړه هېڅ ډول نظر نه څرګندوي.

جمعه خان همدرد دغه اتحاد د موجودیت د پیلېدو په پرانېسته کې ونه ویل چې د دغې اتحاد مشر څوک دی خو د یاد اتحاد غړي قاضي محمد امین وقاد ازادي رادیو ته وویل، د دغه اتحاد مشر جمعه خان همدرد ټاکل شوی چې پنځه مرستیالان لري.

د "حزب اسلامي افغانستان د شوراګانو اتحاد" غړی قاضي محمد امین وقاد
د "حزب اسلامي افغانستان د شوراګانو اتحاد" غړی قاضي محمد امین وقاد

ښاغلي وقاد وړاندې وویل: "شپږ کاله مخکې چې حکمتیار صاحب په افغانستان کې نه و، دا شورا مو جوړه کړې وه (اتحاد شوراهای حزب اسلامي افغانستان)، په دې کې افغان شموله سیاسي، قومي او جهادي بدنې دي، همدرد صاحب زمونږ مشردی."

په ورته وخت کې د سیاسي چارو پوه ودیر صافی وايي، که دغه اتحاد د سولې، یووالي او اتفاق لپاره کار وکړي، یو مثبت ګام دی او که بېلوالی یې یوازې د ځواک د ترلاسه کولو لپاره وي، اغیز به ونه لري.

د سیاسي چارو پوه ودیر صافی
د سیاسي چارو پوه ودیر صافی

دا په داسې حال کې ده چې د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ حزب اسلامي افغانستان هم په جلا توګه فعالیت لري.

دغه حزب هم یو وخت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي افغانستان برخه وه .

XS
SM
MD
LG