د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

د ولسمشر دویم مرستیال: د افغانستان اساسي قانون بیا کتنې ته اړتیا لري


د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش
د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش

د افغان ولسمشر دویم مرستیال وایي، د افغانستان اساسي قانون بیا کتنې ته اړتیا لري.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش سره له دې چې د افغانستان له اساسي قانون دفاع کوي او د دغه هېواد په تاریخ کې یې تر ټولو غوره اساسي قانون یادوي خو ټینګار کوي، چې دغه قانون باید له سره وکتل شي.

ښاغلی دانش وایي، چې د اساسي قانون د تصویب پر مهال د راتلونکي شرایطو په اړه خوشبینانه باورونه موجود وه خو اوس داسې ښکاري چې اساسي قانون د اجرا، تفسیر د څارنې او د تفسیر د مرجع په برخه کې ستونزې لري.

سرور دانش د شنبې په ورځ د اساسي قانون د تصویب د ۱۶ کالیزې په مناسبت جوړې شوې ناسته کې وویل، چې مناسبو سیاسي او امنیتي شرایطو د برابرېدو په صورت کې به اساسي قانون ته بیا کتنه یو پرځای اقدام وي.

هغه زیاته کړه: "واقعا ډېر به پرځای به وي چې د اساسي قانون د لسم فصل له مخې یې د بیا کتنې لپاره چمتوالی ونیول شي څو پرته له دې چې دغه قانون لغوه شي په هېواد کې یې یو ډول ثبات تجربه کړوو."

له طالبانو سربېره چې د اساسي قانون له منتقدینو څخه دي په حکومت کې دننه هم دغه قانون له دوه ډوله نېوکو سره مخ دی.

یو شمېر په اساسي قانون کې د ریاستي نظام جوړښت مناسب نه ګڼي او په پارلماني جوړښت ټينګار کوي.

خو یو شمېر نور بیا ادعا کوي چې د ۱۳۸۲ کال په اساسي قانون کې لاسوهنه شوې خو دغه ادعا تل رد شوې ده.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش چې د اساسي قانون د متن له اصلي لیکونکو څخه شمېرل کېږي د افغانستان اساسي قانون له اسلامي احکامو سره برابر ګني او وايي چې د دې قانون په تصویب کې د افغانستان پېڼدل شویو علماوو رول درلود.

د ښاغلي دانش په وینا،که چیرې وسله وال طالبان ادعا لري چې د افغانستان اساسي قانون له دیني پلوه ستونزې لري او له دې ډلې سره تر سولې وروسته دغه قانون ټول لغوه یا ځني مادې یې تعدیل شي دا په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي.

د افغانستان د اساسي قانون په اړه یوه بله نېوکه داده چې دغه قانون په تیرو ۱۶ کلونو کې په سمه ډول نه دی عملي شوی.

د افغانستان اساسي قانون
د افغانستان اساسي قانون

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د جرګې د شنبې د ورځې په عمومي ناسته کې ورته نېوکې مطرح کړې.

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني
د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني

هغه وویل: "د اساسي قانون د پام وړ مواد په هېواد کې نه دي عملي شوي، به ځانګړي ډول د ښاروالیو او ولسوالیو شوراګانو انتخابات نه دي شوي، یو شمېر وزارتونه لا هم د سرپرستانو له خوا اداره کېږي، او ځينې تشکیلات د اساسي قانون خلاف فعالیت لري."

د افغانستان اساسي قانون په ۱۳۸۲ لمریز کال کې د اساسي قانون د لویې جرګې له خوا تر دو ویشت ورځني بحث ورسته په ۱۲ فصلونو او ۱۶۲ مادو کې تصویب او د همدغه کال د دلوې د میاشتې په ۶ مه نېټه د وخت د ولسمشر حامد کرزي له خوا توشیح شو.

خو د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د اساسي قانون تر نافذېدو ورسته یوه ستونزه دا وه چې پر زورواکو سربېره د دولت درې ګونو قوه وو هم دغه قانون په وار وار تر پښو لاندې کړی دی.

XS
SM
MD
LG