د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

د افغانستان مشهور کومیډین اصف جلالي کابل کې خاورو ته وسپارل شو


ښاغلي جلالي د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان په ملي راډیو ټلویزیون کې د بلبل په فلم کې رول ولوبوه.
ښاغلي جلالي د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان په ملي راډیو ټلویزیون کې د بلبل په فلم کې رول ولوبوه.

د افغانستان مشهور کومیډین او د تیاتر او سینما لوبغاړی اصف جلالي نن په شهدای صالحین کې خاورو ته وسپارل شو.

اصف جلالي چې تېره ورځ د زړه سکتې له امله ساه ورکړه، نن (جدي ۱۲مه) يې د کابل په عیدګاه کې د سلګونه فرهنګیانو او د ده د مینه والو په برخې اخیستنې د جنازې مراسم ترسره شول.

د جلالي مشر زوی احمد بلال رسنیو سره په غریو نیولې انداز د خپل پلار د مړيني کیسه کوي.

"زما پلار یو ستر شخصیت وه. هغه د سهار شاوخوا ۷ بجې و چې موږ ته یې وویل زه ویده کیږم. کله چې ویده شو، دوه ساعت وروسته مو چې کله له مخه څخه ورته کمپله لرې کړه نه خوځیده. کله چې مو ډاکټر بوتلو نو ډاکټرانو وویل چې دوه ساعته وړاندې یې د زړه ګراف صفر شوی.

د محمد اصف جلالي د جنازي مراسمو ته د نوموړي هم مسلکان او همکاران هم راغلي دوی د ښاغلي جلالي مړینه د افغانستان د هنر لپاره یوه ستره ضایعه ده.

لایق اثر او ابراهیم عابد رسنیو ته وویل:

"زما پخواني ملګری و، کله چې دی د افغانستان د پښتو نمایشنامو څانګې ته راغی ما ته یې ویل چې د تراژیدۍ په برخه کې خو زه کار نشم کولای، ما ورته وویل چې ته تراژیدي کار مه کوه او نشی کولای هم. ده ماته وویل چې اثر صیب! داسې ورځ به راشي چې راته به وژاړي خو رښتیا هم پرون مې چې ولید، په چپرکټ کې پروت و، له زړه مې ورته وژړل."

"د جلالي تګ د افغانستان پر هنر باندې زیاد منفي اغېز پرېښود. په ټولو هغه ځوانانو چې هنر ته یې تازه مخه کړې وه. زه فکر نه کوم چې د جلالي په شان بل کس په هنر کې تکرار شي."

د افغانستان جمهوري ریاست هم د اصف جلالي پر مړینې خواشینې ښوولې ده او د ولسمشر اشرف غني له قوله ویل شوي چې "محمد اصف جلالي په تمثیلي پارچو سره د خلکو پر شونډو موسکا راوسته او د ټولنې په جوړښت کې یې زیار ایسته."

خو اصف جلالي څوک و؟

۵۲ کلن اصف جلالي د لوګر ولایت د محمد اغی اصلي اوسېدونکی و.

ښاغلي جلالي د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان په ملي راډیو ټلویزیون کې د بلبل په فلم کې رول ولوبوه.

وروسته يې د میرک په نوم په فلم کې کار وکړ او دغه شان يې سلګونه تمثیلې پارچې وړاندې کړې.

وروسته يې په څو بېلابېلو خصوصي ټلویزیونو کې هم دندې اجرا کړې او د بېلابېلو تفریحي خپرونو پروډيوسر او چلوونکی پاتې شوی.

اوس مهال يې د افغانستان په نوم خصوصي ټلویزیون سره د تفریحي خپرونو د چلونکي په توګه کار کاوه خو مرګي پرېنښود او د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله په کابل کې ومړ.

له نوموړي شپږ اولادونه پاتې شول چې څلور يې هلکان او دوه يې نجوني دي.

XS
SM
MD
LG