د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

حاجی دین محمد: ولسمشر هوډ لري چې د سولې شورا لغوه کړي


د سولې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد
د سولې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد

د ولسي جرګې له خوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت د تشکیل تر تصویبېدو وروسته، د افغانستان سولې عالي شورا چارواکي وايي، دغه وزارت به په اوسنيو شرایطو کې د سولې په برخه کې کومه لویه لاس‌ته راوړنه و نه لري.

د دې شورا مرستیال حاجي دین محمد د سه‌شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر محمد اشرف غني په دې فکر کې دی چې واک ته د بیا ځلي رسېدو وروسته به د سولې عالي شورا اوسنی جوړښت له‌منځه وړي.

ښاغلی دین محمد زیاتوي، د سولې خبرې حساس پړاو ته رسېدلي او حکومت په دې اند دی چې د بین الافغاني خبرې د سولې په چارو کې د دولت وزارت له‌خوا مدیریت شي.

"که ډاکټر صاحب اشرف غني او د ارګ پلویانو هوډ کړی وي چې سوله، د سولې په چارو کې د دولت وزارت یا هم بلې لارې راولي، ښه خبره ده، خو که داسې و نه شي، دا د ستونزو د پاسه د یوې بلې ستونزې جوړول دي، ځکه خلک یوازې غواړي جنګ بند شي."

خو د افغانستان حکومتي چارواکي وايي، د سولې عالي شورا په اړه به د نوي حکومت تر رامنځته کېدو وروسته پرېکړه وشي.

ولسمشر غني څو میاشتې وړاندې د یوه فرمان پر بنسټ د سولې په چارو کې د دولت وزارت رامنځته کړ او د خپل دفتر پخوانی ريیس عبدالسلام رحیمي یې د دې ادارې مشر وټاکه. ولسمشر همدا ډول د یوه بل فرمان پر اساس، د بشر حقونو په برخه کې د دولت وزارت جوړ او سیما سمر ته یې د دې ادارې مسوولیت وسپاره.

اوس یوه نیوکه دا ده چې حکومت په لوی لاس د موازي ادارو د جوړېدو لپاره لار پرانیزي.

د مشرانو جرګې غړی ګل احمد اعظمي وايي، په یوه وخت کې د یوې دندې لپاره د دوو ادارو جوړول د ستونزې د پراخېدو سربېره، بله لاس‌ته راوړنه نه لري.

"په داسې یوه وضعیت کې چې مالي امکانات مو ډېر کم دي او ان د مامورینو معاشات مو د نورو له پیسو تمویلېږي، د دې ډول موازې ادارو تصویب، بې له دې چې ستونزې پراخې کړي، بله کار نه شي کولای. "

د افغانستان په دولتي ادارو کې د وظیفوي تداخل او تر خوا یې د بېلابېلو ادارو له‌خوا د یوې دندې پر مخ وړل، هغه ستونزه ده چې له کلونو کلونو راهیسې پرې بحث کېږي.

خو له دې ټولو سره سره بیا د افغانستان حکومت وايي، ځینې ادارې د لومړیتوبونو پر بنسټ جوړ شوي دي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیالې درانۍ وزیري ازادي راډیو ته وویل، د کاري لومړیتوبونو له‌مخې، د ځینو ادارو جوړول د موازي ادارو په معنا نه دي.

"د افغانستان حکومت په تېرو پنځو کلونو کې یو شمېر وزارتونه چې کاري لایحو یې سره ورته وې، یوه او بل سره مدغم کړې. خو حکومت د ځینو لومړیتونو پر اساس یو شمېر ادارې جوړې کړي، لکه د سولې وزارت چې دا د موازي ادارو د جوړېدو په معنا نه دی. "

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان حکومت په ځلونو ویلي، موازي ادارې او د ادارو ورته والى د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې عمده ستونزې دي او د له منځه وړلو لپاره یې بايد د حکومت د اساسي جوړښتونو قانون تصويب شي.

XS
SM
MD
LG