د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي مصطفی آزادزوی د تایلند د فوټبال په غوره لیګ سیالیو کې د لوبېدو په هدف ناخن پتم لوبډلې سره یوکلن قرارداد وکړ.
د افغانستان د فوټبال فدارسیون د خپرونو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډیو ته وویل، دی به د تایلند د غوره لیګ په سیالیو کې ولوبېږي.
مصطفی ازادزوی تېر کال د تایلند چیانګ مای لوبډلې سره لوبېدلی و.
د تایلند د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د اسیا په کچه د فوټبال د غوره لیګونو څخه مشهور لیګ ګڼل کېږي.