د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

خوست کې د نیمې ورځې ماشوم والي څه وکړل؟


د بصیر والیتوب که نیمه ورځ هم و، مفت نه و.
د بصیر والیتوب که نیمه ورځ هم و، مفت نه و.

افغان ۱۳ کلن ماشوم بصیر چې د نیمې ورځې لپاره یې په سمبولیک ډول په خوست کې والیتوب کړی وايي ، په ځان باوري شوی چې دا کار کولای شي.

هغه وايي، (۲۰۰۰) افغانۍ یې راته د نیمې ورځې تخوا راکړه.

نو د بصیر والیتوب که نیمه ورځ هم و، مفت نه و.

د خوست روزنتون ۱۳ کلن بې سرپرسته ماشوم، تېره اوونۍ د سې شنبې په ورځ د خوست والي حلیم فدايي له خوا د نیمې ورځې لپاره په سمبولیک ډول د ولایت په چوکي کښینول شو، چې بیا دا خبر رسنیز او په ټولنیزو رسنیو کې ښه ګرم شو.

خو پوښتنه دا ده چې بصیر په دې نیمه ورځ کې څه وکړل؟

هغه زیاته کړه: "زه د والي صیب په چوکۍ د نیمې ورځې لپاره کښیناستم، د کورنیو چارو وزارت له مرستیالې سره مې وکتل، د روزنتون د ماشومانو ستونزې مې ورسره شرکې کړې، او د ولایت نورې چارې مې هم سمبال کړې."

د خوست د نیمې ورځې سمبولیک ماشوم والي بصیر وايي، دی اوس په دې باوری شوی چې د والیتوب چارې مخته وړلی شي.

هغه وايي: "په دې باوري شوم چې د خپلو ادرو په همغږی دا کار کولی شم."

د بصیر پلار په پکتیا په یوه چاودنه کې وژل شوی خو کور لري، مور لري او پوښتنه یې کوي.

نوموړي وویل: "زه ډېر ماشوم وم چې پلار مې په پکتیا کې ووژل شو، خو مور لرم، ورور هم لرم چې کور کې اوسېږي او لیدو ته یې ورځم."

بصیر وايي د خوست والي د ده کار ستایلی او شاباسی یې ورکړی دی.

خوست والي حلیم فدايي په دې اړه چې له دې کار څخه یې هدف څه و ازادي راډیو ته وویل: "مونږ غوښتل دوی ته دا روحیه او انګیزه ورکړو چې تاسې کولای شئ، وزیر شئ، والي شئ او یو بل لوړ مقام ته ځان ورسوئ، نو زمونږ هدف همدا و چې دوی د ځان لپاره څرګند هدف او لیدلوری وټاکي او نا هیلی نشي."

مخکې تر دې یوازې د ماشومانو په ورځ ورته سمبولیک کارونه ترسره شوي خو دا لومړی ځل دی چې د ماشوم له ورځې یا بل کوم ځانګړي مناسبت پرته دا کار کېږي او ښايي له همدې امله دېر پام هم ورواوښت.

خو بصیر او د بصیر په شان په زرګونه نور بې سرپرسته افغان ماشومان د دې تر څنګ چې داشان کړنې د دوی د غږ پورته په برخه کې یو ښه اقدام ګني له حکومت غواړي چې د دوی د ژوند وضیعت ته جدي پام واړوي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

XS
SM
MD
LG