د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۳۵

افغانستان کې د ټولنیزو شبکو له لارې د ژوند ملګرو پیدا کولو ستونزې او عواقب

خو له دې لارې ملګرتیا تر بریالی نه وي او کله کله خو د نجونو په زیان هم تمامېږي.
خو له دې لارې ملګرتیا تر بریالی نه وي او کله کله خو د نجونو په زیان هم تمامېږي.

د ټولنیزو شبکو له پراختیا سره دافغانستان په دودیزه او محافظه کاره ټولنه کې د هلکانو او نجونو ترمنځ اړیکې هم پراخې شوي دي.

فیسبوک په افغانستان کې ترټولو شبکو ډېر کارول کیږي. دغې شبکې د اړیکو ایجادول ساده کړي او کله کله خو ځوانان ترې د ژوند ملګرې موندلو لپاره هم کار اخلي.

خو له دې لارې ملګرتیا تر بریالی نه وي او کله کله خو د نجونو په زیان هم تمامېږي.

د پوهنتون محصله ۲۳ کلنه راحله په مجازي نړۍ کې د یوه هلک ملګرې شوه. هغې سره له دې چې کال مخکې یې له دغه هلک سره ملګرتیا پرېښوده، خو وايي چې د دغو اړیکو اغیزې اوس هم احساسوي.

هغه وايي چې دوه کاله له خپل دغه ملګري سره پر فیسبوک په اړیکه کې وه او دا يې له رواني پلوه له پخواني ملګري سره دوستۍ ته لیواله کړه، خو واده یې سره ونه شو.

"په رښتیا چې زړه مې ورپورې تړلی و او له زړه راته ګران و. دوه کاله وروسته مې ترې وغوښتل چې زموږ کورته خلک راواستوه، لومړی یې وویل، اوس په دې وضعیت کې نه یم چې خلک درولیږم. خو زما له ټینګار وروسته یې خلک راولیږل، خو پلار او مور ېې منفي ځواب ویلی و. دا په داسې حال کې وه چې زما کورنۍ پر دغې اړیکې راضي وه."

راحله وايي که په لومړي سرکې پوهیدلې وه چې د ژوند له خوښیو بې برخې کیږي، هیڅکله به یې پر دغو اړیکو زړه نه وای تړلی.

هغې وویل، له بیلتون وروسته یې ډیرې سختې تیرې کړې دي.

"شدید روحي زیان مې وزغملو. ډېر وخت پوهنتون ته هم لاړه نه شوم. حتی نه مې غوښتل له کورنۍ او هغو خلکو سره چې زموږ پر اړیکو خبروو، مخامخ شم. پرځان مې کړاو تېراوه چې ما څه ستونزه او څه عیب درلود چې هلک او کورنۍ یې راغله او زه یې رد کړم ."

د راحلې په څېر نورې نجونې او هلکان هم شته چې له داسې اړیکو وروسته، عادي ژوند سخت ګڼي.

نوید چې په دغو اړیکو کې یې ماتې خوړلې وايي، درې کاله مخکې د فیسبوک له لارې له یوې نجلۍ سره ملګری شو، "اړیکې مو ښې وې، خو له څه وخت وروسته نجلۍ ځواب کړم او په بهرکې یې له یوه بل هلک سره کوژده وکړه."

هغه وویل: " زما پیغامونو ته ېې ځواب ونه وایه. نوې شمXره مې یې هم پیدا کړه، ورته مې ویل ولې مې پیغامونو ته ځواب نه راکوې؟ ویل یې ستونزه لرم. هرڅومره ټینګار چې مې وکړ ویې نه ویل. خو له بله ځایه خبرشوم چې په بهر کې یې د یوه شتمن له زوی سره کوژده کړې. له دې وروسته له رواني ستونزو سره مخ شوم، حتی ډېره موده له درسونو لیرې پاتې شوم."

د ټولنیزو شبکو له لارې د هلک او نجلۍ ترمنځ د اړیکو ټینګولو په کورنیو کې د میندو او پلرونو اندېښنې هم پیدا کړي دي.

ماه جان د خپلې لور د فیسبوکې اړیکو له امله اندیښمنه ده.

"د لور وضعیت مې بې حده خراب شوی، باور وکړئ دا هلک یې د فیسبوک له لارې موندلی دی. نه پوهیږم فیسبوک هلکانو او نجونو ته څه بلا جوړه شوې. لور مې مخکې له دې کراره نجلۍ او درس یې لوسته. خو اوس یې بې حوصلې کړې یم."

خو په دوی کې داسې نجونې او هلکان هم شته چې د ټوالنیزو شبکو له لارې سره ملګري شوي، ودونه یې کړي او اوس خوښ دي.

زهرا د فیسبوکي اړیکو له لارې له یوه فلپینۍ ځوان سره واده وکړ او له دغې اړیکې خوښه ده.

"د فیسبوک له لارې له یوه فلپینۍ هلک سره اشنا شوم. بالاخره ما رضایت وښود، فلپین ته لاړم او واده مو سره وکړ، اوس شاوخوا دوه کاله کېږي چې د ګران میړه له کورنۍ سره ژوند کوم."

فیسبوک او داسې نورې ټولنیزي شبکې د ټولنیزو فعالیتونو لپاره اغیزناکې دي، خو د هرې ټولنیزې شبکې اړیکي خوشحالوونکې او بریالۍ نه وي.

د دغو شبکو ځینې کارکوونکي د اړیکو په ټینګولو سره، د درواغو قرباني کیږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG