د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

اروپايي ټولنې د خاشقجي د وژنې په تړاو پر ۵ کسانو د اعدام حکم غندلی


جمال خاشقجي سعودي خبریال و او تېر کال په استنابول کې د سعودي قونسلګرۍ کې ووژل شو.
جمال خاشقجي سعودي خبریال و او تېر کال په استنابول کې د سعودي قونسلګرۍ کې ووژل شو.

اروپايي ټولنې د جمال خاشقجي د وژنې په تړاو سعودي عربستان کې پر پنځو کسانو د اعدام حکم غندلی دی.

اروپايي ټولنې د سعودي ژورنالیست جمال خاشقجي د مرګ په تړاو د پنځو کسانو د اعدام حکم غندلی دی.

جمال خاشقجي چې په واشینګټن پوسټ ورځپاڼې کې یې لیکنې خپریدې سعودي خبریال و او تېر کال په استنابول کې د سعودي قونسلګرۍ کې ووژل شو.

د سعودي لوی څارنوال د دوشنبې په ورځ وویل، ۵ کسه د جمال خاشقجي د وژنې په جرم په اعدام محکوم شوی دي او درې تنه نور په ۲۴ کلن بند محکوم شوي دي.

په استانبول کې د سعودي عربستان د قونسلګرۍ دننه د جمال خاشقجي وژنه په پراخه توګه د نړیوالو پام ورواړوه او دا پېښه یې وغندله.

د اروپايې ټولنې د بهرنۍ پالیسې د دفتر ویاند پيټر سټانو، د سه شنبې په ورځ یو بیان کې وویل، اروپايي ټولنه تل او له استثنا پرته د اعدام د سزا مخالفه ده.

د نوموړې په وینا: "د اعدام سزا یو ظالمانه او غیرې انساني سزا ده او د جرمونو مخه نه نیسي."

د امریکا استخباراتي ادارو موندلې چې سعودي ولیعهد محمد بن سلمان چې په سعودي عربستان کې د واک واقعې واګې یې لاس کې دي، د جمال خاشقجي د وژلو امر ورکړی و.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان
د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان

خو ریاض بیا خپلسري استخباراتي چارواکي په دې قتل کې پړه بللي دي.

اروپايي ټولنې همدارنګه ددې پنځو پر مرګ محکومو کسانو پر عادلانه او شفافه محاکمه ټینګار کړی او ویلې یې دي چې دا کار باید د روڼتیا د اصولو پر بنسټ او قانوني مرحلو ته په درناوی ترسره شي.

د غیرې قانوني اعدامونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې خبریالې اګنیس کالامارد د سه شنبې په ورځ د جمال خاشقجي د قتل په تور په سعودي کې د پنځو کسانو په اعدام محکومول، د پېښې پر قانوني تعقیب، څېړنې او عدالت مسخرې وبللې چې په وینا یې ددې قتل له اصلي طراحانو د پام اړول هڅه ده.

د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې خبریاله اګنیس کالامارد
د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې خبریاله اګنیس کالامارد

سعودي ژورنالیست جمال خاشقجي د وروستي ځل لپاره د ۲۰۱۸ میلادي کال په اکټوبر میاشت کې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د ننوتلو پر مهال ولیدل شو.

نوموړې دغلته تر واده مخکې د څه قانوني اسنادو په ترلاسه کولو پسې ورغلی و خو بېرته له دې قونسلګرۍ ژوندی راونه وت.

د راپورونو له مخې د خاشقجي مړی ټوټې، ټوټې شوی او د قونسلګرۍ له ودانۍ ایستل شوی دی.

د هغه د جسد پاتې شونې تر اوسه هم نه دي موندل شوې.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG