د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

افغان لوبډلې د اسیا د موی ټای اتلولۍ په سیالیو کې مډالونه ګټلي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د موی ټای لوبډلې د آسیا د موی تای د اتلولۍ په سیالیو کې دسرو، سپینو زرو او برونزو مډالونه ګټلي دي.

شبنم حسیني هغه افغان لوبغاړې چې په دې سیالیو کې په ۴۸ کیلو ګرامه وزن کې له چینايي لوبغاړي څخه لوبه وګټله خو د تایلندي لوبغاړې په وړاندې یې ماتې وخوړه.

شکريه بهمني بله افغانه لوبغاړې وه چې خپل هندي سيال سره په ۶۰ کيلو وزن کې مخ شوه او د سرو زرو مډال یې وګاټه.

آرزو حسین زاده بیاپه ۴۸ کیلو ګرام وزن کې خپل هندي سیال مات کړ او د سپینو زرو مډال یې خپل کړ.

شیر حسین عظیمي هم په۶۰ کیلو ګرامه وزن کې د برونزو مډال وګاټه.

د اسیا د موی ټای د اتلولۍ سیالۍ د ۳۶ هېوادونو د ۳۰۰ لوبغاړو په ګډون د روان میلادي کال ډیسمبر په ۱۶ نېټه پیل شوې وي چې نن پای ته ورسېدې.

دا سیالۍ د متحده عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې ترسره شوې

XS
SM
MD
LG