د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۵

زلزلې په بدخشان کې لږترلږه ۲۰ کورونه زیانمن کړي

یوې نسبتاً زورورې زلزلې د پلازمېنې کابل په شمول د افغانستان یو شمېر سیمې ولړزولې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د متحدو ایالتونو د جیالوجیکي سروې ادارې د دې زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه یو درجه اټکل کړی او ویلي یې دي چې د هغې مرکز د بدخشان د جرم ولسوالي د جنوب لوېدیځ په ۵۰ کیلومترۍ کې و.

دا زلزله په پاکستان او د هند په شمالي سیمو کې هم احساس شوې ده.

تراوسه پورې د زلزلې له کبله د مرګ ژوبلو ی په اړه کوم راپور نه دی ورکړی شوی خو د بدخشان ولایت چارواکي وايي چې لږترلږه ۲۰ کورونه زیانمن شوي دي.

د افغانستان او پاکستان د اکثرو زلزلو مرکز د هندوکش په غرونو کې وي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG