د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ تله ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۴۵

افغانستان

خوست کې ماین چاودنې ۱۰ کسان وژلي

د خوست پولیس وایي، په سیمه کې یې یو بل ماین هم کشف او خنثی کړی دی.

په خوست کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۰ کسان وژلي.

د خوست امنیه قوماندانۍ وایي چې چاودنه نن سهار شااوخوا پنځه بجې د دې ولایت د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ د بوخانې کنډو اړوند په چنار سیمه کې رامنځته شوې ده.

د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر نن سهار ازادي راډيو ته وویل چې په چاودنه کې وژل شوي ټول ملکي کسان دي چې پنځه نارینه، دوه مېرمنې او درې ماشومان په‌کې شامل دي.

د خوست پولیس وایي، په سیمه کې یې یو بل ماین هم کشف او خنثی کړی دی.

د خوست ولایت مقام وایي چې یاد کسان لوګر ولایت ته د یوې جنازې لپاره روان و چې د سړک غاړې په دې ماین وربرابر شوي دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کرکټ؛ د عمان پر وړاندې د افغانستان الف لوبډلې اعلان شوې

د عمان پر وړاندې د افغان کرکټ لوبډلې نوملړ

د افغانستان کرکټ بورډ د عمان ملي لوبډلې پر وړاندې د افغانستان الف لوبډلې اعلان کړې.

ټاکل شوې چې د افغانستان الف لوبډله د عمان پر وړاندې د روانې اکټوبر میاشتې په ۹مه لومړی د دوه یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پيل کړي او بیا ۵ شل اوریزې سیالۍ ولوبوي.

په دې لوبلړیو کې به شاهدالله کمال د افغانستان الف لوبډلې لوبډلمشري کوي.

د یو ورځنیو سیالیو په نوملړ کې شاهدالله کمال، نورعلي ځدراڼ، عبدالمالک، ذبید اکبري، رحمن الله ځدراڼ، اصف موسی زی، بهیرشاه محبوب، ناصرجمال، اسحاق رحیمي، نعمان شاه، ضیاالرحمن اکبر، اظهارالحق نوید، ابراهیم عبدالرحیمزی، وفادار مومند او نوید ځدراڼ شامل دي.

په شل اوریزو سیالیو کې بیا شاهدالله کمال، حضرت الله ځاځي، محمد شهزاد محمدي، صدیق اتل، وفي‌الله تره‌خېل، سمیع‌الله شینواري، افسرځاځي، کریم جنت، ننګیالي خروټي، اعجاز احمدزي، قیس احمد، ظاهر پکتین، سلیم ساپي، وفادار مومند، ابراهیم عبدالرحیمزي او نجات مسعود ته چانس ورکړل شوی دی.

د مهالوېش له مخې به لومړی دوه یو ورځنۍ سیالۍ د اکټوبر په ۱۲مه او ۱۵مه ترسره شي او بیا به د اکټوبر میاشتې په ۱۷مه، ۱۸مه، ۲۰مه، ۲۱مه او ۲۳مه نېټه دواړه لوبډلې پينځه شل اوریزې سیالۍ ولوبوي.

د افغانانو ملاتړ لپاره 'ډبلیو ایف پي' سره د ۱۰۰ میلیون امریکايي ډالرو مرسته شوې

ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان

د روغتیا نړیوال پروګرام وايي، د افغان کورنیو د ملاتړ په موخه د اسیا پراختیايي بانک ورسره د ۱۰۰ میلیونه امریکايي ډالر مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام نن د اکټوبر څلورمه په یو بیان کې ویلي، په دې مرستې به د خوړو نړیوال پروګرام په ټول افغانستان کې یو میلیون او درې سوه زره کسانو ته چې د خوړو شدید نه خوندیتوب سره مخ دي تر یوه کاله پورې د خوړو حیاتې مرستې ورسوي.

په اعلامیه کې زیاته شوې، دا مرستې به تر ډېره په کوڼدو او هغو ښځو وویشل شي چې د کورنیو سرپرستي ورترغاړې ده.

د اسیا پراختیايي بانک له خوا د خوړو نړیوال پرواګرم سره دا دویمه مرسته ده چې د افغانانو د لاسنیوي لپاره کېږي.

له دې وړاندې دې بانک تېر کال د خوړو نړیوال سازمان سره د ۱۳۵ میلیونه امریکايي ډالرو مرسته کړې وه.

د خوړو نړیوال پروګرام په ګډون یو شمېر نوور سازمانو ویلي، څه باندې ۲۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام څه موده وړاندې ویلي وو، ۱۵ میلیونه وګړي په افغانستان کې بیا بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

مجاهد: افغان کډوالو سره د پاکستان چلند د منلو نه دی

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

طالبان وایي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د پاکستان په ناامنیو کې لاس نه لري او کوم چلند چې له دوی سره کیږي، هغه د منلو نه دی.

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد نن په خپله ایکسپانه کې لیکلي دي، چې اسلام اباد دې پر دې پلان له سره غور وکړي چې له خپلې خاورې غیرقانوني افغان کډوال باسي.

پاکستان د سې شنبې په ورځ وویل، چې شاوخوا یو میلیون او درې اویا زره غیرقانوني افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي او دا کسان باید د نومبر تر لومړۍ نیټې له پاکستانه ووځي کنه په زوره به وایستل شي.

ارزګان: ترافیکي پېښه کې ۲ تنه مړه او ۲ نور ټپيان شول

د ارزګان د مرکز ترینکوټ ښار یوه څنډه - ارشیف

په ارزګان ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي، په مرکز ترینکوټ کې په یوه ترافیکې پیښه کې د دوو کسانو د مړینې او د دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د ارزګان د امنیه قوماندانۍ له خوا په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پیښه تیر ماښام د ترینکوټ ښار اړوند د کندهار اډې ته نژدې له یوه موټر سره د یوه موټر سایکل د ټکر له کبله شوې ده.

د ولایتي روغتون مسولینو رسنیو ته وویل چې د ټپیانو حالت د ډاډ وړ دی.

د طالبانو چارواکو او پاکستان مېشتو افغان کډوالو د کډوالو په نیول کیدو او ځورولو اندېښنه وښوده

د پاکستاني پولیسو له لوري یو شمېر بندي شوي افغان کدوال - تصویر له ارشیفه

د طالبانو چارواکو په پاکستان کې د دېره افغان کډوالو د نیونو او ځورونو په اړه اندېښنه ښودلې.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چې طالبان یې اداره کوي، پرون د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې لږترلږه څلور تنه افغان کډوال د پاکستاني امنیتي ځواکونو له خوا تر نیول کېدو وروسته مړه شوي او جسدونه یې یا په روغتون او یا نورو ځایونو کې موندل شوي دي.

افغان سفارت همداراز ویلي دي چې په تېرو دوو اونیو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نژدې زر تنه افغان کډوال نیول شوي، چې تقریبا نیمايي یې په دې هېواد کې د استوګنې قانوني اسناد هم لري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د پاکستان موقت حکومت پرون په دې هېواد کې دېرهناقانونه کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې مهلت ورکړ چې له دې هېواد ووځي.

د خوړو نړیوال پروګرام: د غرونو تر شا به ډېر افغانان د سږ ژمي ستونزې بې لاسنیوي وزغمي

په یوه لرې پرته سیمه کې مېشت بې وزله افغانان - ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې سخت ژمی په مخکې دی او زیات وګړي به د غرونو تر شا په یخنۍ کې راګیر پاتې وي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې د اسیا پسفیک څانګې پرون په خپله اېکس شبکه کې لیکلي، د دوی د افغانستان دفتر د بودجې له کموالي سره مخامخ دی.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د دې لپاره چې په افغانستان کې د هر اړ افغان لاسنیوی وشي، په کار ده دوی ته سم د لاسه بودجه ورکړل شي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني تېره اوونۍ ازادي راډیو ته ویلي وو، د بودجې د کموالي له امله دوی یوازې کولی شي په میاشت کې له ۱۵ ملیونو زیاتو اړو وګړو څخه یوازې درېیو ملیونو کسانو ته خوراکي توکي ورسوي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لري.

پاکستان د افغانانو په ګډون د ټولو ناقانونه کډوالو د ویستو اعلان وکړ

پاکستان کې مېشت یو شمېر کډوال - ارشیف

پاکستان وایي، ټول غیرقانوني کډوال دې د دوی له خاورې ووځي کنه په زوره به یې وباسي.

رویټرز اژانس د پاکستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سرفراز بُګتي په وینا خبر ورکړ، چې سږکال په پاکستان کې له څلرویشت ځان مرګو بریدونو څخه څوارلس افغانانانو کړې دي.

بګتي زیاته کړه، چې شاوخوا یو میلیون او درې اویا زره غیرقانوني افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي او دوی باید د نومبرترلومړۍ نېټې له پاکستانه ووځي.

د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه د پاکستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر د دغو څرګندونو په اړه غبرګون ندی ښودلی.

له دې مخکې د بښنې نړیوال سازمان، امنیستي انټرنشنل په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندیښنه ښودلې وه.

د دغه سازمان د جنوبی اسیا څانګې د دوشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، اکثره هغه افغانان چې د طالبانو د حکومت له ویرې پاکستان ته تللي، هلته ځورول کیږي، نیول کیږي او افغانستان ته ستنول کیږي.

د اروپایي ټولنې استازی: د محکمې له پریکړې پرته د افغان فعالانو نیول غیر قانوني دي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی - ارشیف

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلاسن وایي، په افغانستان کې د محاکمې له پریکړې پرته د هغو افغانانو نیونه چې د خپلو او د نورو د حقونو دفاع کوي، غیرقانوني ده.

نیکلاسن نن سې شنبې په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، چې دغه نیونې همدارنګه د کورني مشروعیت او رغنده خبرو اترو لپاره اړین باور هم کمزوری کوي.

نیکلاسن دغه څرګندونې د هغه کمپاین په ملاتړکړي، چې د مطیع الله ویسا، ژولیا پارسي او ندا پرواني د خوشې کیدو لپاره پیل شوی دی.

په عین حال کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسیو د مشرجوزیف بوریل ویاندې نبیلا مسرالي په یوه پوست کې ویلي، چې اروپایي ټولنه واکمنو طالبانو غواړي چې غیرقانوني نیونې ودروي او دغه فعالان او د هغوی د کورنۍ غړي سمدستي خوشې کړي.

د زده کړې د فعال او قلم لار ټولنې مشرمطیع الله ویسا له شپږ میاشتې راهیسې له طالبانو سره بندي دی او دوه نورې ښځینه فعالانې په دې وروستیو کې نیول شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست چین ته په سفر ولاړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی نن سهار د چین په رسمي بلنه دغه هېواد ته ولاړ.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دغه پلاوی د چین په شي ژانګ ایالت کې د ترانس همالیا فورم په دریمه ناسته کې ګډون کوي.

د هغه په وینا په یاده فورم کې د همالیا د غرونو شاوخوا هېوادونو پر اقتصادي همکاریو او سیمه ییز اتصال خبرې کوي.

د راپورونو له مخې، دغه دوه ورځنۍ غونډه سبا چهارشنبه د اکتوبر په څلورمه پيلیږي.

چین د طالبانو له حکومت سره غیر رسمي تعامل ساتلی او یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو د حکومت تر بیا واکمنۍ وروسته یې کابل ته نوی سفیر لیږلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر تېره اونۍ د مسکو فارمټ شپږمې غونډه کې د ګډون په هدف لومړی مسکو او بیا د تاتارستان کازان ښار ته سفر کړی و.

روسیې او چین دواړو د لویدیځو هېوادونو برعکس په خپلو هېوادونو کې د طالبانو ډيپلوماتان هم منلي دي.

د کابل - جلال اباد د لویې لارې اصلي مسیر بیرته پرانیستل شو

د لارې د تړل کیدو ورځې - ارشیف

د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت د کابل- جلال اباد لویې لارې د اصلي مسیر د بیرته پرانستلو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دغه لاره د غره د ښویدو له کبله تړل شوې وه او له درې ورځنیو هڅو وروسته پرون ماښام بیرت پرانستل شوه.

د دوی په ټکو، د لارې د بندوالي پر مهال موټرو پر یوه فرعي لاره باندې تګ راتګ کاوه.

د کابل- جلال اباد لویه لاره د تېرې سنبلې یا وږي میاشتې په وروستیو کې هم په ماهیپر سیمه کې د غره ښوېدو له کبله څو ورځې بنده وه. چې هغه مهال موټرو ته د کاپیسا او یا هم لته بند له لارې د تګ راتګ سپارښتنه شوې وه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG