د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي د دې جرګې د یوه بل استازي عارف رحماني د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون ښيي او وايي، نوموړی باید له خلکو بښنه وغواړي.
د افغانستان د ولسي جرګې د یوه غړي عارف رحماني څرګندونو ته غبرګونونه!
که څه هم رحماني په خپله تازه لیکنه کې لیکلي، هدف یې یو خاص قوم ته سپکاوی نه، بلکې د دوو تاریخي دورو پرتله وه، خو په دې اړه په ټوېټر کې د هغه لیکنې تُند غبرګونونه راپارولي دي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، رحماني یو قوم ته سپکاوی کړی او هغه باید بښنه وغواړي.
په ولسي جرګه کې د بادغېس د خلکو استازی ضیاالدین اکازی وايي، استازي به د رحماني څرګندونې جدي ونیسي.
هغه وویل: "هغه یو قوم ته سپکاوی کړی دی، دا د هغه شخصي نظر دی، مونږ پښتانه، هزاره، تاجیک، ازبیک او نور سره وروڼه یوو، دا موضوع جدي نیسوو او هغه باید له خلکو بښنه وغواړي."
د افغانستان د ولسي جرګې غړي عارف رحماني څو ورځې وړاندې په خپله ټویټرپاڼه ولیکل، افغانانو د خپل حکومت په ۳۰۰ کلنه دوره کې له ځانمرګو، چاودنو، ملا عمر او عبدالرحمان خان جوړونې پرته، کومه ځلانده کارنامه نه ده کړې، خو غزنویانو بیا په خپله ۲۲۰ کلنه دوره کې یو روښانه تمدن او فرهنګ له ځان پرېښی دی.
د رحماني دې څرګندونو سخت غبرګونونه را پورته کړل چې هغه یې د خپل ټویټ لرې کولو ته اړ ایست.
رحماني په خپل تازه ټویټ کې لیکلي، له دې ټکو یې هدف پښتون قوم ته سپکاوی نه و، بلکې دی د افغانستان هر وګړی افغان بولي.
د ولسي جرګې غړی شریفي بلخابي بیا وايي، د افغانستان د قانون او اسلام له مخې تبعیض جواز نه لري.
د هغه په وینا: "د اساسي قانون له مخې د قومونو ترمنځ تبعیض مجاز نه دی، ټول خلک له مساوي حقوقو برخمن دي، د رحماني له څرګندونو کېدای شي غلطه برداشت شوی وي، ځکه تمدن جوړونه، وژل او جګړه د یوه قوم کار نه دی، بلکې ټول قومونه په کې شامل دي خو که دا بحث قصدي وي، د قانون خلاف عمل دی. "
خو په ولسي جرګې د سرپل د خلکو استازی حمیدالله بیک بیا د رحماني څرګندونې ټول افغانستان ته سپکاوی بولي.
نوموړی زیاتوي: "زه خواشینی یم، رحماني خپل ځان ته هم سپکاوی کړی دی، ځکه هغه خپله هم افغان دی، هغه افغانیت ته سپکاوی کړی دی، افغانانو ډېر ویاړونه درلودلي دي، خو ترهګري بیا بهرنۍ پدیده ده. "
وموغوښتل په دې اړه له عارف رحماني سره هم خبرې وکړو، خو زمونږ اړیکو او پیغامونو ته یې ځواب را نه کړ.