د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

ولسمشر غني د عامه نظم پولیسو پخواني قومندان زمري پیکان د نیولو امر وکړ


د پولیسو د عامه نظم پخوانی قومندان زمری پیکان دوه کاله وړاندې د اداري فساد اولویوجرمونو په وړاندې د مبارزې د عدلي او قضایی مرکز له خوا په اته نیم کاله بند محکوم شوی وو.
د پولیسو د عامه نظم پخوانی قومندان زمری پیکان دوه کاله وړاندې د اداري فساد اولویوجرمونو په وړاندې د مبارزې د عدلي او قضایی مرکز له خوا په اته نیم کاله بند محکوم شوی وو.

ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ چې د عامه نظم پولیسو پخوانی قومندان زمری پیکان ژر تر ژره ونیسي.

ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ (قوس ۲۴مه) له اداري فساد سره د مبارزې په کلني کنفرانس کې وویل چې ښاغلی پیکان د پولیسو د نظم عامه ارګان د فساد په ځالې بدل کړی وو.

د پولیسو د عامه نظم پخوانی قومندان زمری پیکان دوه کاله وړاندې د اداري فساد اولویوجرمونو په وړاندې د مبارزې د عدلي او قضایی مرکز له خوا په اته نیم کاله بند محکوم شوی وو.

د افغانستان ولسمشر وویل، د پیکان نه نیول کېدو د افغانستان شهرت او سیاسي اراده له پوښتنې سره مخامخ کړې ده او هرو مرو باید ونیول شي.

"نن د زمري پیکان د نه نیول کېدو له امله هره ورځ د افغانستان شهرت تر پوښتنې لاندې راځي. دغه راز زمونږ سیاسي اراده هم له پوښتنې سره مخامخ کیږي. پردې کس حکم شوی، هغه له یوه عمومي ارګان نه چې عامه نظم وو، د فساد منبع جوړه کړې وه. د دې کسانو نیول کېدل د کورنیو چارو وزیر صاحب امر دی او باید ژر تر ژره عملي شي."

ښاغلي غني وویل، دوی دا تحمل نه لري چې د عدلي او قضایی مرکز له خوا د یوه چا د نیولو حکم ورکړل شي او هغه اجرا نه شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه چې ولی یې لا تراوسه زمری پیکان نه دی نیولی، څه نه دي ویلي.

په ورخت کې د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیرمحمد فقیر وایی چې حالاتو ته په پام د زمري پیکان او ورته نورو کسانو نیول کیدل به اسان کار نه وي.

"که چیرې زورواکي او هغه کسان چې ظلمونه یې کړي او اوس هم ظلم کوي، مخه یې ونیول شي، دا خو ډېر ښه کار دی؛ خو مونږ چې څومره ادارې، د کورنیو چارو وزارت او حالات ګورو د دې امر په عملي کولو کې شک لرم."

د عامله نظم پولیس په ۱۳۸۸ لمریز کال کې رامنځ ته شو. هغه مهال ویل شوي وو چې د عامه نظم پولیس دنده لري چې د تروریستي فعالیتونو مخه ونیسي.

په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د کورنیو چارو وزارت د وظیفوي غفلت له امله د زمري پیکان دنده تعلیق کړه.

له هغه شاوخوا یو کال وروسته ښاغلی پیکان د اداري فساد اولویو جرمونو په وړاندې د مبارزې د عدلي او قضایی مرکز د لومړنۍ محکمې له خوا په اته نیم کاله تنفیذی بند محکوم شو.

XS
SM
MD
LG