د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

اسدالله خالد: سوله باید ناسمه تعریف نه شي، شاته تګ نشته


ښاغلي خالد په کابل کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د ښځو د ګډون د ارزونې په ناسته کې وویل، د سولې په بهیر کې باید د ښځو ګډون او پرمختګونه په پام کې ونیول شي.
ښاغلي خالد په کابل کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د ښځو د ګډون د ارزونې په ناسته کې وویل، د سولې په بهیر کې باید د ښځو ګډون او پرمختګونه په پام کې ونیول شي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي، سوله باید غلطه تعریف نه شي او په دغه بهیر کې د ښځو پر حقونو هیڅ معامله د منلو نه ده.

ښاغلي خالد د پنجشنبې په ورځ (قوس ۲۱مه) په کابل کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د ښځو د ګډون د ارزونې په ناسته کې وویل، د سولې په بهیر کې باید د ښځو ګډون او پرمختګونه په پام کې ونیول شي.

هغه ټنیګار وکړ چې د سولې په بهیر کې شاتګ نه شته او حکومت به هېڅکله داسې سولې ته لاړ نه شي چې په کې د خلکو او په تېره د ښځو حقونه ترپښو لاندې شي.

"رښتینې سوله غواړو، داسې سوله چې برابرې په کې په پام کې نیول شوې وي. داسې سوله چې د جنګ له فضا لیرې وي او د خلکو پر حقونو په کې معامله ونه شي. که بیا هم داسې غږ پورته شي، ستاسې امنیتي ځواکونه ستاسې د ژوند پر حقونو باوري دي."

په قطر کې د طالب استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ د خبرو بیا پیلیدو که له یوې خوا په خلکو کې سولې ته د رسېدو هیله مندي راپیدا کړې، یو لړ اندیښنې یې هم راټوکولي چې ګواکې له څو کلنو لاسته راوړنو او په تېره د ښځو پر حقونو به معامله وشي.

د افغانستان حکومت له یوې خوا د سولې د خبرو پیلېدو ته خوشبین ښکاري او له بلې خوا وايي، سږکال طالبانو ماته خوړلې ده .

په دغه ناسته کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي وویل، سږکال په ملکي تلفاتو کې د تېرکال په پرتله لس فیصد کموالی راغلی دی.

ښاغلي اندرابي وویل: "عملیاتي ظرفیتونه مو ۲۶ فیصده لوړ شوي. سږکال مو ۹ ولسوالۍ ونیولې. دریځ مو غښتلی دی. د طالبانو له خوا چې د الفتح عملیات پیل شوي وو، مات مو کړل. دولت د سولې بهیر د ارزښتونو له خوندیتوب سره پرمخ وړي."

طالبان اوس د خپلو خبرو لوری د امریکا متحده ایالات ګڼي.

په افغانستان کې ناټو قاطع ماموریت یوه قوماندان جنرال تیلر هم د افغانستان د سولې په بهیر کې د بشري حقونو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.

هغه وویل: "موږ د دغه هېواد له امنیتي ځواکونو سره همکاری کوو. د سولې او د امنیتي ځواکونو په روزنه، پیاوړتیا او د جنډر په مسئله کې ورسره همغږي لرو. هڅه مو دا ده چې ښځې د امنیتي ځواکونو لیکو ته راشي. دوی کولی شي، د سولې په بهیر کې هم رغوونکی نقش ولري. د سولې د بهیر یوه مهمه برخه وي او په دغه بهیرکې ګډون وکړي."

اوس په قطر کې د امریکایي چارواکو او طالب استازیو ترمنځ خبرې روانې دي.

که څه هم دغه خبرې د تاوتریخوالي پر کمولو او اوربند متمرکزې دي، ترڅو بین افغاني خبرو ته لاره هواره شي، خو ښکاري چې طالبان لا هم د جګړې پر دریځ ولاړ دي او د افغانستان د حکومت د اوربند شرط یې د پخوا په څېر رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG