په مینې او ژوند مین شاعر افګار بخاري له مینې او ژونده بې برخې شو.
د راډيويي مجلې نننۍ ګڼه مو په لاندې مطالبو راښکلې کړې ده:
د تېرې اونۍ فرهنګي خبرونه رویا معدومي وړاندې کوي.
باز محمد عابد د پوهاند صدیق الله رښتین په اړه د جوړ شوي سیمینار راپور لري.
په هنر جاج کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس رحیم الله خوږیاڼي سره د هغو په کارونو غږیږو.
فرشته مرسل د کابل د چنداول تاریخ او ارزښت ته تم شوې.
په زرپاڼه کې به لنډه کیسه خپړ واوروئ.
او په وریښمین خیال کې به د خیال بخاري شعرونه واورئ.
لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب