د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

افغانستان کې ایراني پناه غوښتونکي بیا د خوړو اعتصاب کړی


ښاغلي زارعان وویل، د امنیتي او سیاسي ګواښونو له امله نه شي کولی، ایران ته ستون شي.
ښاغلي زارعان وویل، د امنیتي او سیاسي ګواښونو له امله نه شي کولی، ایران ته ستون شي.

په افغانستان کې ایراني پناه غوښتونکي همایون زارعان بیاهم د خوړو په اعتصاب لاس پورې کړی دی.

ښاغلي زارعان ازادي راډیو ته وویل، د کډوالو په چارو کې د ملګرو سازمان عالي کمشنرۍ تراوسه له افغانستان څخه یو بل هیواد ته دده د لیږلو په هکله پریکړه نه ده کړې.

دی وايي، ترهغې چې غوښتنو ته یې مثبت ځواب ونه ویل شي، د خوړو له اعتصاب نه به لاس وانه خلي. هغه مخکې له دې هم د خوړو اعتصاب کړی و. نوموړی غواړي ډېر ژر په یوه درېیم هیواد کې د پناه غوښتونکي په توګه ومنل شي.

ښاغلي زارعان وویل، د امنیتي او سیاسي ګواښونو له امله نه شي کولی، ایران ته ستون شي.

"زه بل ډول فکر کوم او د خپلو عقیدو له امله ترتعقیب لاندې یم، له همدې امله له ایران نه راوتلی یم ځکه هلته مې ژوند نه شو کولی، ځکه ژوند مې په خطر کې و، افغانستان نه راغلم چې له دغه ځایه بهر ته ووځم، خو تراوسه مې د تللو قضیه سمه شوې نه ده. کابو شل ورځي کیږي چې د خوړو په اعتصاب مې لاس پورې کړی دی."

۳۵ کلن زارعان له شپږو کلونو راهیسې د افغانستان د هرات په ښار کې اوسېدلی او اوس د امنیتي ګواښونو له امله، کابل ته راغلی دی .

ښاغلي زارعان وايی، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د سازمان له دفتر سره له څو ځلې خبرو وروسته بیا هم د کابل په یوه کمپ کې میشت دی .

خو د دغې ادارې ویاند نادر فرهاد ازادي رادیو ته وویل، هڅې کوي د دغه ایرانې پناه غوښتونکي غوښتنو ته رسېدنه وشي.

"هیله مند یم د افغانستان له دولت سره یوځای، د ښاغلي زارعان ستونزې ته د حل یوه مناسبه لاره ولټوو."

ښاغلی فرهاد وايي، اوس په افغانستان کې ۴۲۰ بهرني اتباع د پناه غوښتونکو په توګه پيژندل شوي چې په دې هېواد کې اوسیږي.

خو د کډوالو د چارو د وزارت ویاند عبدالباسط انصاري وايي، افغانستان داسی قانون نه لري چې له مخې ېې د ښاغلي زارعان ستونزې ته رسیدنه وکړي او یوازې د ګډوالو په چاروکې د ملګروملتو د سازمان عالي کمیشنري کولي شي، دغه ستونزه حل کړي.

XS
SM
MD
LG