د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

د سوریې پر کړکېچ د بحث لپاره د ترکیې، روسیې او قزاقستان ګډه غونډه


د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ایبیک صمدیاروف خبریالانو ته ویلي چې د ترکیې، قزاقستان او روسیې  پلاوي به دغلته دوه ورځنۍ درې اړخیزې خبرې کوي.
د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ایبیک صمدیاروف خبریالانو ته ویلي چې د ترکیې، قزاقستان او روسیې  پلاوي به دغلته دوه ورځنۍ درې اړخیزې خبرې کوي.

د ترکیې ایران او روسیې پلاوي نن د قزاقستان پلازمېنې نورسلطان ته رسیدلي، ترڅو دغلته د سوریې په اړه نړیواله دوه ورځنۍ غونډه پیل کړي. په دې خبرو کې به د سوریې د کورنۍ جګړې د دایمي هواري پر لارو چارو بحث وشي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ایبیک صمدیاروف خبریالانو ته ویلي چې د ترکیې، قزاقستان او روسیې پلاوي به دغلته دوه ورځنۍ درې اړخیزې خبرې کوي.

چارواکي وايي، دا غونډه ددې لپاره جوړه شوې چې د سوریې اته کلنې کورنۍ جګړې ته دایمي هواری ومومي. په هغو موضوعاتو کې چې دا خبرې پرې متمرکزې دي، هغه له جګړې وروسته د سوریې لپاره د اساسي قانون یوې مسودې جوړول، سیاسي انتقال، امنیت او د کډوالو بیرته ستنول شامل دي.

د روسیې خبري اژانسونو په دې غونډه کې د سوریې د حکومت او همدارنګه د حکومت د وسلوالو مخالفانو د استازو د ګډون خبر هم ورکړی.

د روسیې ایترتاس خبري اژانس ویلي چې په ملګرو ملتونو کې د سوریې د حکومت د استازي بشر جعفري په مشرۍ د سوریې د حکومت یو پلاوی هم په دې نړیوالو خبرو کې د ګډون لپاره نور سلطان ته رسیدلی.

همدې خبري اژانس د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند له خولې ویلي چې په دې نړیوالو خبرو کې د سوریې د رژیم د وسله وال اپوزیسون یو ۱۲ کسیز بلاوی هم ګډون کوي چې مشري به یې احمد توامه کوي.

ایترتاس همدارنګه ویلي چې په خبرو کې به د ملګرو ملتونو، اردن، لبنان او عراق استازي هم برخه ولري.

د خبرو اترو دا لړۍ چې د استانې پروسه یې بولي، لومړنۍ غونډه یې د ۲۰۱۷ میلادي کال په جنوري میاشت کې ترکیه کې ددې لپاره جوړه شوه چې هغه مهال په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په حمایت د سولې د خبرو ملاتړ وکړي.

دا دا ډول ۱۴ مه غونډه ده چې د سوریې په اړه کیږي.

د قزاقستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیوت مرستیال سانات کشکومبایېف ایرواکټیف رسنۍ ته ویلي چې دا غونډه به د سوریې په شمال کې، د ادلیب په سیمه کې او د فرات سیند پر څنډو د وضعیت پر تخنیکي اړخونو متمرکزه وي.

د نوموړي په وینا دا به د همدې سیمې په اړه د پخوانیو توافقاتو د غځولو په هکله وي. کشکومبایېف زیاته کړې چې دا ډېره حساسه سېمه ده، چېرې چې ترکان، کردان او د اسلامي دولت ډلې د ترهګرو پاتې شوني موجودي دي.

د یادونې وړ ده چې روسیه او ایران په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم ټینګ ملاتړ کوي. ترکیه بیا د سوریې د حکومت د یو شمیر وسلوالو مخالفو ډلو ننګه کوي.

خو د سوریې د رژیم د یو مهم وسله وال مخالف لوري کردي ملېشو سره ترکیه خپله هم په جګړه کې ښکېل ده او په وروستیو کې یې د ترکیې پولې ته نژدې د سوریې په خاوره د هغو کردي ملیشو پر ضد عملیات وکړل چې د بشار الاسد د رژیم مخالفې او د داعش د وسلوالې ډلې پر ضد جنګیږي.

XS
SM
MD
LG