د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

عراق کې مهم امنیتي چارواکی له دندې ګوښه شوی


ارشیف
ارشیف

په بغداد کې د حکومت ضد لاریون کوونکو تر وژل کېدو وروسته یو مهم امنیتي چارواکی جنرال قیس ال محمد واعي له دندې ګوښه کړای شوی او په ښار کې امنیتي پوستې زیاتې شوي.

د عراق په پلازمینه بغداد کې تر یوه خونړي برید دوه ورځې وروسته امنیتي تدابیر زیات شوي دي.

جمعه او شنبه سهار نامعلومه وسله والو په بغداد کې په لاریون کوونکو ډزې کړي.

اسوشیټیډ پریس لیکلي چې ۲۵ لاریون کوونکي او پولیس په دې بریدونو کې وژل شوي او ۱۳۰ نور هم ټپیان دي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ایران تورن کړی چې په بغداد کې د جمعې ورځې په دې برید کې لاس لري.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو

نتنیاهو پرون یکشنبه د خپل حکومت په کابینه کې وویل چې دا بریدونه د ایران د رژیم په امر شیعه ملیشه ډلو کړي.

هغه وویل: " ایران په منځني ختیځ کې د لانجو جوړولو ته دوام ورکړی دی او دا کار یې لا پسې زیات کړی دی، د جمعې په ورځ په بغداد کې برید وشو او بېګناه لاریون کوونکي په کې ووژل شول، شواهد ښيي دا بریدونه د عراق ملیشه ډلو د ایران د رژیم په مستقیمې لارښوونې ترسره کړي دي، په ایران باندې باید فشار زیات شي او له اروپايي هېوادونو غواړم چې دا کار وکړي."

په بغداد کې د ښار شاوخوا ځای ځای پوستې لګول شوي څو د پولیسو په خبره د مظاهره چیانو ساتنه وشي.

د جمعې او شنبې تر بریدونو وروسته پرون یکشنبه د بغداد د مرکز د امنیت مسوول جنرال قیس ال محمدواعي هم له دندې ګوښه کړای شو.

د اینا رسمي خبري اژانس د جنرال قیس د لرې کېدو خبره تائید کړه او ویلي یې دي چې اوس د بغداد د دولتي امنیت لپاره جنرال عبدالحسین ال تمیمي ټاکل شوی.

د جمعې په ورځ د عیني شاهدانو په حواله وسله والو بریدګرو له موټرو په دوی باندې چې په الخیلاني میدان کې ټول و ډزې وکړې.

د عراق لاریونونو کې تر اوسه ۴۳۰ کسانو د وژلو او زرګونه نورو د ټپي کېدو خبره تائید شوې.
د عراق لاریونونو کې تر اوسه ۴۳۰ کسانو د وژلو او زرګونه نورو د ټپي کېدو خبره تائید شوې.

دا د اکټوبر له لومړۍ د عراق د لاریونونو له پیل تر ټولو خونړۍ پېښه وه.

په عراق کې د حکومت ضد لاریونونو په نتیجه کې صدراعظم عادل عبدالمهدي استعفی کړې.

د دغو لاریونونو پر مهال تر اوسه ټول ټال د څه باندې ۴۳۰ کسانو د وژل کېدو خبره تائید شوې ده او زرګونه نور کسان ټپیان شوي هم دي.

اکثر لاریون کوونکي ځوانان او د پوهنتونو محصلین دي چې له بې کارۍ، فساد او د خدماتو له نشتوالي په تنګ راغلي.

لاریون کوونکو د عراق حکومت د ایران لاسپوڅی بللی او ایران یې د دوی په ملاتړ تورن کړی.
په همدې غبرګون دوی په نجف کې د ایران قنسولګري هم سوځولې او په کربلا او ځینو نورو سیمو کې یې د ایران د قنسولګرۍ د سوځولو او ویجاړولو هڅې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم تېره اوونۍ ایران په منځني ختیځ کې د لاریونونو د پارېدو اصلي عامل بللی او ویلي يې دي چې د عراق او لبنان او د ایران لاریون کوونکو د اخوندانو د رژیم پر ضد لاریونونه کړي.

هغه ویلي د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي داسې وخت د لاریونونو په خاطر استعفی وکړه چې د عراق امنیتي ځواکونو لسګونه لاریون کوونکي ووژل.

په عراق کې د حکومت ضد لاریونونه وروسته له هغه تاوتریخجنې شوې چې فعالانو امنیتي ځواکونه تورن کړل چې د لاریون کوونکو په وړاندې سخت زور زیاتی کوي او له حده زیات زور پرې کاروي.

XS
SM
MD
LG