د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

کندز کې د بادامو حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی


په کرنیزو محصولاتو کې بادام د باغ لرونکو او بزراګرانو له قیمتي کرنیزو محصولاتو څخه شمېرل کېږي.
په کرنیزو محصولاتو کې بادام د باغ لرونکو او بزراګرانو له قیمتي کرنیزو محصولاتو څخه شمېرل کېږي.

د کندز بڼوال او بزګران وايي، سږکال د آب و هوا د ښه والي له کبله دوی د بادام له باغونو د قناعت وړ حاصلات راټول کړي دي.

دوی دغه شان وايي، دتېرکال په توپېر سږکال په بازار کې د بادامو په نرخ کې هم لوړوالی راغلی.

په کرنیزو محصولاتو کې بادام د باغ لرونکو او بزراګرانو له قیمتي کرنیزو محصولاتو څخه شمېرل کېږي.

حبیب الله چې د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د بادامو باغ لري په دې اړه وايي: "سږکال د بادامو حاصل ښه وو او نرخ یې هم بازار کې ښه دی او شخصا زه د بادامو ۲۰۰ ونې لرم او که کال ښه راشي نو یوه غټه ونه تر ۱۰ منه پورې حاصل ورکوي او اوس مهال په بازار کې یو من (۷ کیلو گرامه) ښه بادام ۶۵۰۰ افغانۍ قیمت لري."

ددې ولایت بزګران په روان کال کې د بادامو د حاصلاتو د زیاتوالي اصلی عامل د آب و هوا ښه والی بولي او دغه راز په بازار کې د بادامو له نرخ څخه هم راضي دي.

د قلعه زال ولسوالۍ یوتن بڼوال اکرام الدین په دې اړه وايي: "سږکال د بادامو په حاصلاتو کې دوه برابره زیاتوالی راغلی. د کندز بادام په مختلفو نومونو یادېږي لکه ستاربايي، بخملي ستاربايي، قمبري، خیرالدیني، کاغذي، مروج او داسې نور نومونه لري. خو په بازار کې ستاربايي بادام له ځانګړي شهرت څخه برخمن دی".

په کندز کې د وچو او تازه مېوو د ټولنې مسوول عبدالباقي هم وايي چې سږکال په دغه ولایت کې د بادامو په حاصلاتو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی: "کرنه د ودې په حال کې ده، ځکه بزګران له خپلو باغونو سمه روزنه او پالنه کوي او په همدې دلیل د هرکال په تېرېدو سره د مېوو او خاصتاً د بادامو په حاصلاتو کې زیاتوالی راځي او سږکال د بادامو نرخ هم ښه دی."

د کندز د بادامو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی
د کندز د بادامو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

په کندز کې د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي په روان کې کال کې د بادامو د حاصلاتو د زیاتوالي عمده لاملونه بیا پر بڼوالو د اصلاح شویو نهالګیو وېشل او دغه راز په معیارې ډول د باغونو جوړول بولي.

د نوموړې ادارې د کرنیزو چارو امر عبدالمجید نافذ وايي: "بڼوالو ته زموږ مسلکي کارکونکو لخوا لازمې مشورې ورکول کېږي او هغه نیالګي چې دطبیعي امراضو او د یخنۍ په مقابل کې له ځانګړي ځواکمنتیا برخمن وو موږ پر بڼوالو وېشلي دي."

دنوموړې په وینا، د بادامو باغونه ډېری ددې ولایت په چهاردرې، قلعۀ زال، امام صاحب او دشت ارچې ولسوالیو کې دي.

بادام د افغانستان له مهمو صادراتی وچو مېوو شمېرل کېږي چې نه یوازې په هېواد کې دننه بلکې په بهرنیو بازارونو کې هم له ځانګړي شهرت څخه برخمن دي او ددې ترڅنګ چې بزګران او باغ لرونکي ورنه عاید ترلاسه کوي، دولت ته یې هم نورو ه،وادونو ته د صادارتو له درکه اقتصادي ګټه رسېږي.

XS
SM
MD
LG