د جرمني د دفاع وزیره انهګرت کرامپکارن باویر هیلهمندي ښيي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې هر څه ژر اعلان شي او ټولو لوریو ته د منلو وي.
مېرمن باویر چې کابل ته راغلې د سهشنې په ورځ یې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه خبري غونډه کې وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د اعلان په صورت کې جوړ شوی حکومت کولای شي د سولې خبرې چټکې مخته یوسي.
ټاکنې، د سولې بهیر او د افغانستان امنیتي وضعیت هغه مهم موضوعات دي چې د ولسمشر محمد اشرف غني او د جرمني د دفاع وزیرې ترمنځ پرې ارګ کې بحث شوی دی.
د جرمني د دفاع وزیرې وویل، ولسمشرۍ غني سره یې خبرو کې ویلي، هغه دولت چې د ټاکنو د پایلو په نتیجه کې جوړېږي، کولای شي چې د سولې خبرې په قوت سره مخته یوسي.
هغې زیاته کړه: "هیلهمند یوو چې د ولسمشرۍ د شویو ټاکنو پایلې ژر اعلان شي او ټول سیاسي لوریو ته د منلو وي. هغه دولت چې د ټاکنو د پایلو په نتیجه کې جوړېږي، کولای شي چې د سولې خبرې په قوت مخته یوسي. "
مېرمن باویر په دې خبري غونډه کې زیاته کړه، په افغانستان د جرمني سرتېرو د مېشتېدو هدف دا دی چې افغانان په امنیت کې ژوند وکړي او دوی په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
په ورته وخت کې ولسمشر غني وايي، جرمني تل په سیمه کې د یوه باثباته افغانستان ملاتړ کړی او په دې اړه یې تېرو څو کلونو کې د درې مهمو غونډو کوربه توب کړی.
ولسمشر غني وویل، جرمني د سولې او د افغانستان د دفاع په برخه کې له دې هېواد ملاتړ کړی دی.
هغه وویل: "موږ د افغانستان د راتلوونکي په اړه په مختلفو برخو خبرې وکړې. په افغانستان کې د یوې باعزته او تلپاتې سولې راتلو لپاره ستاسې ټینګار مهم دی. جرمني د سولې خبرو په برخه کې د اسانتیاوو چمتو کولو لپاره د لومړیتوب ونډه درلوده او د افغانانو د حقوق سربېره یې د اساسي قانون په رڼا کې د ازادیو او د تېرو وختونو په لاسته راوړنو ټینګار کړی دی. "
له دې وړاندې افغان چارواکو ویلي، جرمني له افغانستان سره نږدې ۷ میلیارډ ډالره مرسته کړې چې د بیارغونې په برخه کې ډېره مهمه وه.
دا هېواد اوسمهال په افغانستان کې ۱۳۰۰ سرتېري لري چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې له کابل سربېره، په مزار شریف او کندز کې مېشت دي.