د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

ټرمپ د ناټو تړون ۷۰ مې کلیزې مراسمو کې ګډون کوي


ټرمپ دریم وار له کله راهیسې چې ولسمشر ټاکل شوی لندن ته ځي.
ټرمپ دریم وار له کله راهیسې چې ولسمشر ټاکل شوی لندن ته ځي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ او د هغه مېرمن ملاینا به نن، د سه شنبې په ورځ د ناټو تړون د اویایمې کلیزې په مناسبت په ځانګړو مراسمو کې ګډون کوي.

ډونالډ ټرمپ لندن ته تر روانېدو وروسته وویل: "زه د امریکا د خلکو لپاره د مبارزې په خاطر اروپا ته روان شوم."

ټرمپ دریم وار له کله راهیسې چې ولسمشر ټاکل شوی لندن ته ځي.

د امریکا او د ناټو د نورو غړو هېوادونو مشران به دوه ورځې پر نړیوال امنیت خبرې وکړي.

د سه شنبې په ماښام په بکنګهم ماڼۍ کې ځانګړی مراسم دي چې د بریتانیې ملکه او د هغې زوی، شهزاده چارلس به یې کوربانه وي.

د بریتانیې صدراعظم بوریس جانسن په داسې وخت کې د ناټو د غړو د مشرانو کوربه دی چې تېره اونۍ د لندن په مشهور برج باندې په خونړۍ حمله کې یو شمېر کسان ووژل او ټپیان شول.

ناټو تړون اویا کاله مخکې کله چې دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده، په ۱۹۴۹ میلادي کال کې جوړ شوی دی.

دا تړون په لومړیو کې بریتانیې، کاناډا، امریکا او د لویدیځې اروپا یو شمېر هېوادونو جوړه کړی و خو اوس ټول ۲۹ غړي لري.

په لندن کې د ناټو د اویایمې کلیزې مراسمو ته خاص امنیتي تدابیر نیول شوي، په ځانګړي ډول د بکنګهم ماڼۍ شاوخوا ته.

د ناټو عمومي منشي ویلي چې ناټو د نړۍ له ډېرو بریالیو تړونونو څخه ده.

ناټو خپله اویایمه کلیزه په داسې وخت کې لمانځي چې په ختیځه اروپا، په ځانګړې ډول په اوکراین کې امنیت یوه لویه مسئله جوړه شوې ده.

روسې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له اوکراینه د کرېمیا ټاپووزمه اشغال اوپه زور له ځان سره الحاق کړه.

له هغه راهیسې د اوکراین په ختيځو سیمو کې جګړه روانه ده چې تر ۱۴ زره زیات کسان په کې وژل شوي دي.

د ناټو بله مسئله د ګرجستان له خاورې ازادې شوې سیمې، ابخازیا او جنوبي اوسیتیا دي.

په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د ګرجستان او روسیې ترمنځ تر لنډې جګړې وروسته، ابخازیا او جنوبي اوستیا له ګرجستانه جلا شوې او خپلواکي یې اعلان کړه.

له ګرجستان سره تر څو ورځنۍ جګړې وروسته، روسیې د ابخازیا او اوسیتیا خپلواکۍ ته رسميت ورکړ.

د ازادې اروپا او ازادي راډیو د ګرجستان د برخې خبریال چې لندن ته د ناټو د مشرانو د غونډې په اړه د رپوټ جوړولو لپاره راغلی وايي چې په ابخازیا کې ګرجستان ته د خلکو پر تګ راتګ بشپړ بندیز هغه مسئله ده چې د ناټو ډېر غړي یې د روسیې د زور ویلو په اړه اندېښمن کړي دي.

او هغه دریمه مسئله چې د ناټو د مشرانو نننۍ غونډه به یې تر اغېز لاندې وي، د بریکزېټ یا له اروپايي ټولنې د بریتانیې د پرېکېدو خبره ده.

په عموي ډول خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې له مرکزي لندن یا د بکنګهم ماڼۍ له شاوخوا چې د دوشنبې په ورځ سوله ائيز لارونونه هم وشول، عکس یا فلم واخلي.

خو یوازې بي بي سي ته، د رپوټونوپه حواله، خاصه اجازه ورکړ شوې چې د ناټو د اویایمې کلیزې له ټولو مراسمو رپوټونه جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG