د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

دفاع وزارت: افغان ځواکونو د مارجې ولسوالۍ ونیوله


د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د دې ولسوالۍ لاس په لاس کېدو ولسي خلکو ته سخت مالي او ځاني تاوان ورساوه.
د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د دې ولسوالۍ لاس په لاس کېدو ولسي خلکو ته سخت مالي او ځاني تاوان ورساوه.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پرون، د نومبر په ۳۰مه، وویل چې د هلمند مارجه ولسوالي په بشپړ ډول له وسله والو طالبانو ونیول شوه.

ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې په مارجه کې د عبدالباري په نوم د وسله والو طالبانو پوځي قوماندان ووژل شو او د هغوي د وسلو او چاودېدونکو موادو ۲ ډيپوګان هم ویجاړ شول.

د هلمند د ولایتي شورا یوشمېر غړو او وسله والو طالبانو د ملي دفاع وزارت دا خبر نه دی تائید کړی.

د وسله والوطالبانو ویاند رسنیوته په استولي پيغام کې ادعا کړې چې د دفاع وزارت خبرحقیقت نه لري او د دولتي ځواکونو عملیات ناکام شوي دي

خو مارجه ولې مهمه ده؟

د هلمند چارواکي وايي، په بشپړ ډول د مارجې ولسوالۍ نیول به د حکومتي ځواکونو لپاره مهم پرمختګ ګڼي.

د هلمند دوالي ویاند، عمر ځواک بېګا ازادي راډیو ته وویل چې مارجه د کوکنارو د کښت د کمولو، د وسله والو طالبانو د تمویل د سرچینو د محدودولو دهلنمد نورو ولسوالیوته د اکمالاتي لاور د امنیت له پلوه خورامهمه وه.

ارشیف
ارشیف

په مارجه کې پوځي عملیات د نومبر په ۱۷مه نېټه پېل شول.

عملیات د ملي اردو ۲۱۵ میوند قول اردو کول.

عملیات د لشکرګاه او نادعلي ولسوالۍ له لوري کېدل.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بېګا له ازادي راډیو سره په مرکه کې په زغرده ونه ویل چې ټوله ولسوالي نیول شوې ده.

هغه وویل: "د مارجې ولسوالۍ د اکمالاتي لارې د خلاصون او دځیني ساحو دنیولو لپاره عملیات پېل شول، هغه سیمې چې تر پلان لاندې وې، ونیول شوې او هلته سرتیري ځای پرځای شول، هلته د نورو عملیاتو هلې ځلې هم روانې دي."

عمرځواک وویل، د مکررې جګړې له امله ښایي په مارجه کې د ودانۍ په نوم ډېر څه نه وي پاتې.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سږ دوبی هم پر مارجه عملیات وکړل.

مارجه څو واره د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ لاس په لاس کېږي.

د هلمند دا ولسوالي له ډېرې مودې راهیسې په افغانستان کې د حکومت د حاکمیت پراخولو او د وسله والو طالبانو له لوري د نفوذ د زیاتولو لپاره د مبارزې تود ډګر دی.

د مارجې د نیولو لپاره په ۲۰۱۰ میلادي کال کې افغان او بهرنیو ځواکونو ګډ عملیات وکړل او له وسله والو طالبانو ونیول شوه.

خو په ۲۰۱۴ میلادی کال کې د ناټود ډېرو ځواکونو د وتلو له امله د مارجې امنیتي وضعیت خراب شو.

دا ولسوالي په ۲۰۱۵ میلادي کال کې بېرته وسله والو طالبانو ونیوه.

په وروستیو څو کلونوکې حکومتي ځواکونو مکرراً پر مارجه عملیات کړي دي.

د حکومت او وسله والوطالبانو ترمنځ د دې ولسوالۍ لاس په لاس کېدو ولسي خلکو ته سخت مالي اوځاني تاوان ورساوه.

د هلمند د والي د ویاند په وینا، د مارجې اکثر اوسېدونکي د جګړې له خپلو کورونو تېښتېدلي دي.

عمر ځواک په دې اړه دقیق ارقام نه درلودل.

خو د ازادي راډیو د خبریال په حواله، د هلمند په بېلابېلو ولسوالیو کې د جګړې له امله لږترلږه ۱۴ زره کورنۍ لشکر ګاه ته تښتېدلې او نږدې ۲۰ زره په نسبتاً، کرارو سیموکې ځای پر ځای شوې دي.

د هلمند بې ځایه شوي خلک د مرستو اخیستو پرمهال- ارشیف
د هلمند بې ځایه شوي خلک د مرستو اخیستو پرمهال- ارشیف

په لشکرګاه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې د جګړې له امله ډېر بې ځایه شوي خلک هره ورځ لیکه، د کډوالو چارو ریاست ته د مرستې لپاره ولاړ وي.

جګړې، سړې هوا، بې کارۍ، بې کورۍ او فقر د هلمند د جګړې ځپلو ولسوالیو خلک تر ستوني نیولي دي.

د رپوټونو په حواله، کمزوري روزل شوي امنیتي ځواکونه، غیر مسلکي قواوې او هغوي ته په وخت د اکمالاتو نه رسېدل هغه اساسي عوامل و چې مارجه او د هلمند نورې زیاتې سیمې یې د وسله والوطالبانو لاس ته ور واچولې.

خو د د افغانستان د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال ذبیح الله مهمند پر مارجه د عملیاتو تر پیل یوه ورځ وروسته ازادي راډیوته ویلي و چې دا واربه د مارجې ولسوالۍ تصفیه شوې سیمې په ټینګه ساتل کېږي.

ذبیح الله مهمند: "موږ د مارجې خلکو ته ډاډ ورکوو چې دا وار به ټول طالبان په مارجه کې محوه کېږي."

پر مارجه دا څو کاله ولې سور اور بل دی؟

د ملګرو ملتونو سازمان د روان میلادي کال د جولاي په لومړۍ نېټه په یوه رپوټ کې وویل چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ټول افغانستان په کچه په هلمند کې زیات کوکنار کرل شوي و.

د ملګرو ملتونو په حواله، د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ میلادي کلونو ترمنځ په ټول افغانستان کې پر ۲۶۳ زره هيکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي ول او تقریباً ۱۳۷ زره هکټاره کښت په هلمند کې شوی و.

د هلمند د والي ویاند ، عمر ځواک وویل چې مارجه د وسله والو طالبانو لپاره چې د خپلې جګړې د تمویله زیاتې پیسې د تریاکو د تجارت له لارې تر لاسه کوي، له مهمو سیمو ده.

د هلمند په تقریباً مرکزي برخه کې دا ولسوالي پراخې او هموارې کرهنیزې ځمکې لري او ښې اوبه لري.

له دې امله، دا ولسوالي د کوکنارو د کښت لپاره ښه شرایط لري.

عمر ځواک: "مارجه هغه ولسوالۍ ده چې پراخه سیمه ده، ددښمن په لاس کې کومې سیمې چې دی لکه دېشو، خانشین ، موسی قلعه، نوزاد ولسوالۍ هلته په لوړه کچه کوکنار کرل کېږي او مارجه او ګرمسېر په دوهمه درجه ولسوالیو کې راځي."

د افغانستان امنیتي ځواکونو سږکال د هلمند ناوه، ناد علي اوګرمسېر ولسوالۍ له وسله والو طالبانو ونیولې او تر اوسه یې ساتلې دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل، فکر کوي چې د وسله والو طالبانو له لاسه د ډېرو ولسوالیو له نیولو سره به په هغه ولایت کې د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید هم کم شي.

XS
SM
MD
LG